Language

 جلال اباد(پژواک٢٧ ليندۍ٩٢): په ننګرهار کې دافغانستان بانک څانګې لپاره په ټولو اسانتياو سمباله نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

 ددغې ودانۍ د پرانيستې په غونډه کې د افغانستان بانک له دويم مرستيال او د ننګرهار والي سربېره ګڼ شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړى و.

 د افغانستان بانک دويم مرستيال محمد عيسى تراب پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د افغانستان بانک ننګرهار څانګې لپاره يې په جلال اباد ښار کې د څه باندې دوه سوه ميليونه افغانيو په ارزښت ودانۍ جوړه کړې ده.

 هغه زياته کړه ، چې دغه ودانۍ د افغانستان بانک له خپلې بوديجې څخه جوړه شوې او د هېواد په کچه له عصري ودانيو څخه شمېرل کيږي.

 نوموړي دا هم وويل چې په تېرو کلونو کې دوى له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وو، نو لازمه يې وګڼله چې په ننګرهار کې د افغانستان بانک لپاره يوه نوې او معياري ودانۍ جوړه کړي.

 تراب زياته کړه : (( په ټول ننګرهار کې به لا تر اوسه دا ډول ودانۍ نه وي جوړه شوې، دا لومړى ځل دى چې په ټولو اسانتياوو سمبال دا ډول ودانۍ جوړيږي. ))

 د افغانستان بانک مرستيال وويل ، چې ياده ودانۍ په پنځو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شوې،چې د ماشومانو لپاره کودکستان،جومات، د موټرو تم ځاى،دکنفرانس تالار،محافظتي کمرې او دوه لفټونه هم لري.

 د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين د يادې ودانۍ په جوړيدو خوښي وښوده.

 دى وايي: (( ريښتيا هم ودانۍ ښکلې ده، خو چې د فساد مخه په کې ونيول شي،زما هيله هم همدا ده.))

 نوموړى د بانک پر ټولو کارکوونکو غږ وکړ، چې د يادې ودانۍ په ساتنه او همداراز د فساد په مخنيوي کې دې پوره هلې ځلې وکړي.

  په ننګرهار کې د افغانستان بانک يوه کارکوونکي اسلم وويل ، چې پخوا د انټرنټ ،کاري خونو،کمپيوټري سيستم او د نورو اسانتياوو له کمښت سره مخ وو، مګر د نوې ودانۍ په جوړيدو يې يادې ستونزې هوارې شوې.

 دى وايي: (( په دغه ودانۍ کې ټول هغه اړين شيان، چې موږ ورته اړتيا لرو موجود دي.))

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.