چاريکار (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې يو شمېر کسانو د لاريون په ترڅ کې له حکومت څخه وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې د وژل شوي هټۍ وال قاتلان د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه لاريون له غرمې مخکې د لنډ وخت لپاره د بګرام ولسوالۍ د غلام علي په بازار کې ترسره شو.
د بګرام د خلکو د پراختيايي شورا مشر او لاريون کوونکي غياث الدين بخشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماښام مهال درې غله د غلام علي په بازار کې د ٣٠ کلن محمدعالم هټۍ ته ورغلي او محمد عالم يې پر ډزو وژلى دى.
دى وايي، غلو محمد عالم ځکه وژلى و، چې هغه د خپلې هټۍ د مالونو د لوټ مخه نيوله.
د هغه په وينا، غله د محمدعالم تر وژلو وروسته تښتېدلي وو، خو د خلکو له وېرې د مالونو پر لوټ نه و بريالي شوي.
بخشي وايي، له همدې امله د غلام علي هټۍ والو او خلکو، چې شمېر يې شاوخوا ٣٠٠ تنو ته رسيږي، لاريون کړى دى.
ده چې د لاريون کوونکو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل، چې لاريون کوونکي د محمدعالم د قاتلانو د پېژندلو او نيولو غوښتونکي دي.
د هغه په خبره، لاريون ځکه له نيم ساعت وروسته پاى ته ورسېد، چې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د يادو قاتلانو د نيولو او د قانون منګولو ته د هغوى د سپارلو ژمنه وکړه.
ولسوال قدوسي هم وايي، د لاريون کوونکو له استازو سره يې ژمنه کړې، چې د محمدعالم د وژونکو د پېژندلو او نيولو لپاره به پوره هڅې وکړي.