غزني (پژواک ۲۸ ليندۍ ۹۲): د غزني د ځينو سيمو خلک وايي، چې سيمه ييزو پوليسو د امنيت په ټينګولو کې مهم رول لوبولى خو شکايت کوي چې يو شمېر دغو پوليسو په دې وروستيو کې د خلکو پر ځورولو لاس پورې کړى دى.
د اندړو ولسوالۍ يو اوسېدونکى حميدالله وايي چې څو ورځې مخکې په خپل کلي کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا وهل شوى او اوس غزني ښار ته درملنې په موخه راغلى دى.
هغه زياته کړه: ((د خپلوانو کور ته تللى وم، کور ته د ستنېدو پر مهال په لاره کې سيمه ييزو پوليسو ودرولم او ښه يې وډبولم.))
د نوموړي په وينا، سيمه ييزو پوليسو له وهلو وروسته په موټر کې واچولو او د مېري بازار کې يې په داسې حال کې، چې پيسې او موبايل يې هم ترې واخيستل، خوشى کړ.
د ده په وينا: ((ما کومه ګناه يا جرم نه لاره، خو د همدغو پيسو لپاره به يې وهلى يم.))
د غزني د ده يک ولسوالۍ يو اوسېدونکى الله محمد هم يو له هغو کسانو دى چې سيمه ييزو پوليسو وهلى او د ټيلېفون تر څنګ يې ورڅخه پيسې هم اخيستې دي.
هغه زياته کړه: ((که چېرې سيمه ييز پوليس د خلکو له ځورولو لاس واخلي، نو خلک به ورسره د امنيت په ټينګولو کې مرسته وکړي.))
الله محمد وايي، ټول سيمه ييز پوليس هم دغه کار نه کوي، يو شمېر کسان په ناحقه عام خلک ځوروي چې ورسره ټول سيمه ييز پوليس بدنامېږي.
هغه له دولت څخه وغوښتل، چې دا ډول خلک د سيمه ييزو پوليسو له ليکو وباسي.
د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکى خالقداد وايي، چې په دې ولسوالۍ کې اوس اوس سيمه ييز پوليس فعال شوي، خو يو شمېر يې خلک ځوروي.
هغه زياته کړه، هغوى په يوه او بل تور خلک نيسي، وهي ډبوي يې، بې ځايه تلاشي کوي او ستونزې ورته پيدا کوي.
په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته ومنله چې په ليکو کې يې يو شمېر پوليس دغه کړنې ترسره کوي.
دغه قوماندان وايي، دغه کار هغه کسان کوي، چې وسله والو طالبانو يې د کورنۍ غړي وژلي نو ځکه خپل زړونه پر خلکو خالي کوي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي، که سيمه ييز پوليس له عامو خلکو سره داسې چلند وکړي او دا ناوړه کړنه پرې ثابته شي، حتما به سزا وويني.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې سيمه ييز پوليسو د سيمو په امنيت کې مهم رول لوبولى او وسله وال طالبان يې شړلي دي.
ننګ وويل، چې دا ډول کړنې د شخصي دښمنيو له امله رامنځته کېږي، دغه راز وسله وال هم خلک هڅوي، څو د سيمه ييزو پوليسو پر ضد اعتراض وکړي.