Language

د ننګرهار په بريدونو کې له زيانمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

جلال اباد (پژواک ٢٨ ليندۍ٩٢): په جلال اباد ښار کې د هند پر قونسلګرۍ د ډله ييز بريد د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

څو مياشتې مخکې په جلال اباد ښار کې په هغې کوڅه کې ډله ييز وسله وال بريد شوى و، چې د هند کونسلګري په کې ده.

په دغه بريد کې د يو شمېر ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په دې اړه نه (د ليندۍ ٢٨مه) له کابل څخه راغلي پلاوي د يادو کورنيو له غړو سره له کتنې وروسته هغوى ته د ولسمشر حامد کرزي د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل او يو ځل بيا يې ورته فاتحه وکړه.

د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړې پاملرنې له مخې يې نن د هند د کونسلګرۍ له اتو تنو وژل شوو ، ٢٠ ټپيانو او د قبايلو له رياست سره نږدې د بلې چاودنې له امله د ١٧ ټپيانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

هغه زياته کړه، چې د هر وژل شوي له کورنۍ سره يو لک افغانۍ او د ټپيانو له کورنيو سره پنځوس زره افغانۍ مرسته وشوه.

نوموړي له يادو کورنيو سره د ولسمشر کرزي د خواشنيۍ پيغام هم شريک کړ او ويې ويل، که څه هم مرسته ډېره ناوخته را رسېدلې خو د ولسمشر حامد کرزي دا خلک هېر نه دي.

له کابل څخه د راغلي پلاوي مشر او د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار قاضي زرشاه مومند پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړې پاملرنې له مخې يې ياده مرسته ننګرهار ته راوړې ده.

ده وويل: ((ولسمشر د زړه له تله خواشينۍ دى، خو زښت زيات بوخت دى کنې هغه غوښتل چې له يادو کورنيو سره له نږدې وګوري.))

نوموړى وايي، چې د مرکزي ادارې له لوري شاوخوا دوه ميليونه او شپږسوه پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته له يادو کورنيو سره وشوه.

سلاکار وزير وايي، چې که څه هم ياده مرسته کمه ده خو دا د ولسمشر حامد کرزي خواخوږي وه چې شريکه يې کړه.

د يادو پېښو د قربانيانو د کورنيو په استازيتوب نظرمحمد له ولسمشر حامد کرزي او د مرکزي ادارې له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه.

نوموړي وويل: ((موږ له ولسمشر نه د زړه له تله مننه کوو، چې موږ يې ياد کړو، که مرسته ډېره وي که لږه مګر موږ ته په سر سترګو منظوره ده.))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.