ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات سوداګرو د غضنفر ګروپ په اړه د وزيرانو شورا پرېکړه ناسمه وبلله

author avatar
19 Dec 2013 - 18:55
author avatar
19 Dec 2013 - 18:55

هرات (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): د هرات سوداګرو د وزيرانو شورا پر هغې پرېکړې نيوکه وکړه، چې غضنفر ګروپ ته يې په هېواد کې دننه د تېلو د تصفيه کېدو او له بهره د خامو تېلو د راواردولو امر ورکړى دى.

د هرات ګڼ شمېر سوداګرو نن په دې ښار کې اعتراضيه غونډه وکړه او ويل يې، که د وزيرانو شورا خپله پرېکړه بېرته وانخلي، خپله پانګه به له هېواده بهر وباسي.

د هرات د سوداګرۍ خونې د اجرايوي چارو مرستيال محمد يونس قاضي زاده د سوداګرو په استازيتوب د وزيرانو شورا پرېکړه ناسمه وبلله او ويې ويل، غضنفر ګروپ ته له بهره د خامو تېلو د رالېږد او دلته د تصفيه کېدو پرېکړه د هېواد د خلکو او چاپېريال په زيان ده.

دى وايي: “غنضنفر ګروپ ته په دغه جواز ورکړه کې درغلي شوې ده، موږ يې نه منو؛ دا ځکه دغه شرکت د دغه کار توانمندي نه لري، دوی له جوازه ناوړه ګټه پورته کوي، د خامو تېلو په نوم بې کيفيته تېل بازار ته راوړي، چې هم خلکو او هم چاپېريال ته تاوان اړوي.”

نوموړي پر غضنفر ګروپ تور ولګاوه، چې له بهر څخه همدا اوس افغانستان ته د تېلو په نوم د پيرماګون په نوم يو ډول مايع توکي راوړي او په بازار کې يې هر ټن تېل په سل ډالره تخفيف پلوري.

ده د دا ډول توکو سوځول د انسان روغتيا، د موټر ماشين او چاپېريال ته په زيان وبلل.

خو د غضنفر ګروپ د تېلو د تصفيه خونو د ادارې رييس سردار بهادر د سوداګرو نيوکې بې بنسټه بولي او وايي، د دوی کارونه له قانون سره سم په مخ ځي او د نورم سټنډرد، ملي ادارې د کارکوونکو له لوري يې ټولې کړنې څارل کېږی.

ده زياته کړه، د ۳۲ ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې سره يې په حيرتانو بندر کې د تېلو تصفيه خانه په معياري ډول جوړه کړې ده.

د هغه په وينا، په لومړيو کې يې ۱۳۰۰ ټنه د سون توکي افغانستان ته راوړل، خو کله چې يې چارې د حکومت د اړوندې ادارې له خوا سمې ارزولې، د وزيرانو شورا يې چارې معياري وګڼلي، نو د پنځه سوه زره ټنه تېلو د زېرمې او تصفيه کېدو اجازه يې ورکړله.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.