Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز د ښاروالۍ عوايد ٣٠ ميليونه افغانۍ زيات شوي

کندوز (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): د کندوز ښاروالۍ په خپلو سږنيو عوايدو کې د ٣٠ ميليونه افغانيو زياتوالي خبر ورکړ، خو د پروګرامونو په پلي کولو کې يې د خلکو د اړينې همکارۍ پر نه شتون نيوکه وکړه.

د کندوز ښاروال نجيب الله عمرخېل وايي، چې  په تېرو ١٢ مالي کلونو کې د دغه رياست د عوايدو کچه ٨٠ ميليونه افغانيو ته رسېده، په داسې حال چې د تېر کال عوايد٥٠ ميليونه افغانۍ وو.

د ده په خبره، دغه عوايد د کورونو د پاکولو، د منډيي ګانو د اجارې، د نفتي توکو، د خرڅلاو له ټکس او نورو برخو ترلاسه شوي دي.

عمرخېل د عوايد د لوړېدو بل لامل د ښاروالۍ د مامورينو د کاري ظرفيت لوړېدل او امنيت وباله او زياته يې کړه، چې تېر کال يې ٢٠ پروژې د ښاروالۍ له پراختيايي بوديجې  او مرسته ورکوونکو هېوادونو  له پيسو څخه په دغه ولايت کې بشپړې کړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي، د دې ترڅنګ سږ کال هم له ١٠ څخه زياتې پروژې د ښاروالۍ له عوايدو پلې شوې دي.

 کندوز ښاروال وويل، چې د سږ کال په پروژه کې يې څو نارينه او ښځينه تفريحي پارکونه، ورزشي لوبغالى، د ښار په داخلي سړکونو د جغل اچونې، د ښار دننه ويالو پر سر پوښ اچول، د کټارو نصبول او نور شامل دي.

خو هغه زياته کړه، د خلکو نه همکاري د دې لامل شوې چې دوى په ښه ډول خپل طرح کړي پلانونه عملي نه کړي.

عمرخېل وايي: ((کله چې د ښاروالۍ کار کوونکي ويالې پاکوي، نو خلک د دې پر ځاى چې په لرې کولو کې يې له دوى سره همکاري وکړي، نو بېرته يې دويم ځلې لښتيو ته غورځوي.))

ښاروال له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې لا هم په په ښاريانو کې د ښاري ژوند فرهنګ نه دى دود شوى او ډېر ځله ښاروالي د خلکو مسووليتونه هم پر غاړه اخلي.

خو ښاريان او هټۍ وال بيا په ښار کې د پاک کارۍ غوښتنې تر څنګ پر ښاروالۍ ټينګار کوي، څو عوايد پر ځاى ولګوي.

محمد رفېع چې د کندوز ښار په څلورلارې کې د بزازۍ هټۍ لري وايي، چې لاس پلورونکي د پليو لارو او هټيو مخکې ګرځي، له همدې امله د دوى بازار سوړ شوى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((لاس پلورونکو زياته ګڼه ګوڼه جوړه کړې، زموږ بازار يې را خراب کړى، خلکو ته يې هم په تګ راتګ کې ستونزې جوړه کړې.))

دغه هټۍ وال زياته کړه، چې تېر کال د ښار لاس پلورونکي راټول او يو بل ځاى ته ولېږدول شول، خو سږ کال بېرته راغلي او خلکو ته يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده، چې ښاروالي يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.

د کندوز ښاروال وايي، چې د کندوز ښار په دويم کمربند کې يې لاس پلورونکو ته غوره ځاى ټاکلى، خو ډېر وخت نه کېږي، چې هغوى بېرته ښار ته راننوتي او نظم خرابوي.

هغه زياته کړه، چې ښاروالي اجرائيه قومه نه لري، اړينه ده چې مسوول امنيتي چارواکي په دې برخه کې همکاري وکړي.

د کندوز ښار يو استوګن عبدالصمد وايي، چې ښاروالي بايد ټول کړي عوايد په داسې ځايونو کې ولګوي، چې د خلکو ستونزې ورسره حل شي.

هغه زياته کړه، چې کندوز له  له نسبتا لويو ښارونو شمېرل کېږي، خو تر اوسه هم د وسايطو پارکينګ  او د کورنيو لپاره د تفرېح مناسب ځايونه نه لري.     

نوموړي زياته کړه: ((پوليس او ترافيک هر وخت د ښار دننه  د خلکو وسايط درېدو ته نه پرېږدي، دا فکر ورسره نه شته چې خلک موټر چېرته ودروي، ښاروالي  د وسايطو کوم پارکينګ هم لري او که نه؟))

د کندوز د ښاروال په وينا، چې د دې ادارې عوايد په مناسبو ځايونو کې لګول کېږي، د خلکو ستونزې راټولوي او پر بنسټ يې د راتلونکي لپاره تصميم نيسي.

د ويلوده چې کندوز ښار په تېرو کلونو کې د ٣٠٠ زره  کسانو لپاره جوړ شوى و، خو ښاروالي وايي چې اوسمهال د دغه ښار د استوګنو شمېر ٧٠٠ زرو ته رسېدلى، چې ښار يې د ځايولو وړتيا نه لري او اړينه ده، چې د ښار نوى ماسټر پلان پلى شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.