غزني (پژواک ۲۸ ليندۍ ۹۲): د غزني ښار اړوند د ارزو سيمې اوسېدونکو له جوماتونو او کورونو د لمريزې برېښنا د توليد د دستګاه و (سولر) يو غل نيولى او پوليسو ته يې سپارلى دى.
د ارزو سيمې اوسېدونکي وايي، چې نيول شوى غل عبدالله نومېږي او د همدغه کلي اوسېدونکى دى.
دوى زياتوي، چې نوموړي له ډېرې مودې راهيسې د خلکو له کورونو او جوماتونو سولرونه غلا کول او بيا يې پلورل.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي نورالله د ليندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد غل تېره شپه د سيمې د خلکو له خوا ونيول شو او د امنيه قوماندانۍ جنايي مديريت ته يې وسپاره.
هغه زياته کړه، چې ياد غل د ده له کوره هم څلور سولر وړي دي.
دى وايي: ((هره ورځ به له يوه کور يا جومات څخه سولر ورک و.))
نورالله له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې دغه کس ته بايد سخته سزا چې مرګ ده، واوروې څونور کسان عبرت واخلي او د الله له کورونوسولرونه غلا نه کړي.
د عارف په نوم د سيمې يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې تېره شپه يو شمېر کسان ورته پټ شوي وو، کله چې عبدالله هڅه کوله، د يوه کور سولر غلا کړي، لاس په لاس ونيول شو.
د هغه په وينا، نيول شوي غل اعتراف کړى، چې ددې کلي د ډېرو کورونو او جوماتونو سولرونه يې غلام کړي دي او بيا يې پلورلي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې عدلي او قضايي ارګانونه به مجرم د خپل جرم پر سزا ورسوي.
هغه زياته کړه، چې دا په څارنوالي او محکمې پورې اړه لري چې ياد غل ته څه ډول سزا ورکوي.