Language

په مزار کې خلکو په شخصي لګښت ښوونځى جوړ کړ

مزارشريف (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): د بلخ د مزارشريف ښار په دويمه ناحيه کې د ګوهرشاد بېګم لېسې د نجونو ښوونځي ته د دې سيمې د خلکو له خوا په پاخه او اساسي ډول ودانۍ جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د بلخ د پوهنې رييس قيس مهرايين د ليندۍ په ٢٨مه د يادې ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځى د شپږو مياشتو په اوږدو کې د عامو خلکو له خوا د ۶۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ورغول شو.

نوموړي زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به يې د دويم پوړ د رغولو چارې هم پيل شي، چې د هغه لګښت هم د سيمې د خلکو له خوا ورکول کېږي.

مهرايين وايي: ((دا د خلکو د پوهې د لوړوالي ښکارندويي کوي، چې پر خپلو پيسو خپلو اولادونو ته مکتب جوړوي، سره له دې چې د دغو خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی، خو بيا يې هم دا همت کړی او د تعليم د ودې په خاطر يې ودانۍ جوړه کړې ده.))

د ګوهرشاد بېګم لېسه په ۱۳۶۰هجري کال کې جوړه شوې، خو پخوانۍ ودانۍ يې د جنګونو پر مهال خرابه شوې وه او اوسمهال يې ډېری زده کوونکو په خېمو کې زده کړې کولې.

د يادې لېسې د کيميا او بيولوژي ډيپارتمنت مشرې مېرمن مبينې درانۍ پژواک ته وويل، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره د زده کوونکو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

هغې د بلخ د پوهنې له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې له دغه ښوونځي سره د مېزونو او څوکيو مرسته وکړي.

د مزارشريف ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکي غلام حسين چې د دغه ښوونځي په جوړېدو کې يې ۲۵زره افغانۍ ورکړې، پژواک ته وويل، چې د مزار ښار په منډيي کې د ورېجو خرڅولو دوکان لري او د خپلو څو مياشتو ګټه يې د دغه ښوونځي په رغولو کې ورکړه.

هغه زياته کړه، چې له دې وروسته به د دوى د کورنۍ هېڅ غړی بې سواده نه پاتې کېږي.

هغه له نورو سوداګرو هم غوښتنه وکړه، چې د ښوونځيو په جوړولو کې هڅې وکړي.

ګوهر شادبېګم د نجونو ښوونځى ۲۸۰۰ زده کوونکې لري، چې سږ کال يې له دوولسم ټولګي ۲۸۰ تنه فارغان ورکړي.

Related Topics