Language

“د بګرام په ځينو هټيو کې  نشه يي توکي پلورل کېږي”

چاريکار (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٢): د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ په يو شمېر هټيو کې په پرچون او عمده توګه نشه يي توکي پلورل کېږي.

د پروان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت هم د بګرام د خلکو دغه ادعا تاييدوي، خو د امنيې قوماندانۍ دغه ډول څرګندونې پروپاګند بولي.

د بګرام د نوده سيمې اوسېدونکى بشيراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ماهي ګيري، پشان، دهن ميدان، جعفرخېل او ترکمان سيمو کې په ښکاره هيرويين خرڅېږي، خو دولت تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دى کړى.))

هغه وايي، چې دغه توکي د يادو سيمو په ځينو دوکانونو کې پلورل کيږي.

دغه راز د دهن ميدان سيمې اوسېدونکى امام الدين وايي، چې  نشه يي توکي د هېواد له نورو سيمو دې ولسوالۍ ته را قاچاق کېږي.

هغه زياتوي، چې وروسته يې د پروان، کاپيسا او پنجشېر ولايتونو يو شمېر خلک د بګرام له دوکانونو پېري.

د ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، هم د دې ولسوالۍ په ځينو هټيو کې د نشه يي توکو د پلور پخلى وکړ.

هغه نيوکه وکړه، چې اړوندو ادارو د نشه يي توکو د پلور د مخنيوي په برخه کې تر اوسه اړين  اقدام نه دى کړى. 

له يادو سرچينو څخه يوې هم ، هغه هټۍ مشخصې نه کړې، چې د هغوى په وينا نشه يي توکي په کې پلورل کيږي.

د پروان له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس شېراقا تلاش هم تاييدوي چې د بګرام ولسوالۍ په ځينو دوکانونو په ځانګړې توګه د نوده په سيمه کې نشه يي توکي په ښکاره په پرچون او عمده ډول پلورل کېږي.

هغه په يادو سيمو کې د دغو توکو د پلور د مخنيوي په اړه وايي: ((زموږ اداره اجرائيه قوه نه ده، څه نه شو کولاى .))

ده وويل، چې د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې اداره هڅه کوي، چې  پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د ډېرېدو مخنيوى وکړي، خو دا هڅې هغه وخت مثبت پايله لرلاى شي، چې د نشه يي توکو د پلور مخه ونيول شي.

هغه وايي، چې دې ادارې د يوه کال په موده کې پر نشه يي توکو روږدي ٢٤٩ تنه د پروان د معتادينو روغتون ته معرفي کړي او درملنه يې شوې ده.

خو دى زياتوي، چې درملنه شوي دغه معتادين بيا نېشې ته مخه کړې ده.

د پروان امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن سرجنګ بيا د بګرام په هټيو کې د نشه يي توکو پلور ردوي.

سرجنګ وايي: ((دا اوازې دي چې د نودې په دوکانونو کې نشه يي توکي خرڅېږي، موږ سيمې ته ولاړو، ما خپله هم په دغو عملياتو کې برخه اخستې وه ، د نودې له دوکانونو مو څه شى ونه موندل، ځينې هټۍ وال مو ونيول د څېړنو لپاره، خو دا چې اسناد او لاسته راوړنه مو نه درلوده، خوشې شول.))

هغه وويل، چې د دې ولسوالۍ د نورو سيمو  په هټيو کې د نشه يي توکيو د پلور په اړه يې  هم کوم راپور نه دى ترلاسه کړى.

د نودې يو هټۍ وال عبدالحق هم وايي، چې هلته نشه يي توکي نه پلورل کېږي.

هغه وويل: ((هر څوک امنيه قوماندانۍ ته په دروغو راپور ورکوي، پوليسو څو ځلې دغه دوکانونه تلاشي کړي، خو هېڅ يې هم نه دي موندلي.))

د يادونې چې په پروان ولايت کې کوکنار نه کرل کېږي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، ٩٠ سلنه د کوکنارو کر د سوېل او غرب پر نهو ولايتونو پورې اړوندېږي، چې تر ډېره د دولت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي.

يوه نوې سروې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ملګرو ملتونو له نشه يي توکيو سره د مبارزى او جرمونو د کنټرول ادارې (UNODC) په همکارۍ تر سره کړې، ښيي  چې تېر کال په افغانستان کې پر ١٥٤ زره هکتاره او سږ کال پر ٢٠٩زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

دغه راز له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې پر نشه يي توکيو روږدي  شاوخوا يو ميليون کسان شته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.