مزار شريف ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢ ) : د بلخ د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې ده.
دغه څرګندونې د بلخ د ښځو چارو رياست رييسې رابعه مرادي په مزار شريف کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه په جوړ شوي يو ورځني سيمينار کې وکړې.
هغې زياته کړه ،چې دوی تېر کال د بلخ په ټولو ولسواليو کې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمپاين ترسره کړی، چې دا کار يې د تاوتريخوالي د کموالي لامل شوی دی.
د مېرمن مرادي په وينا، د سيمه ييزو شوراګانو له لارې يې مېرمنو ته د هغوی د حقونو په اړه معلومات ورکړي دي.
رابعه مرادي زياته کړه چې تېرکال د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۵۱ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال دغه کچه ۲۰۱ ته راټېټه شوې ده.
خو د شمال زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين بيا وايي، چې لا هم په شمال زون کې د مېرمنو پر وړاندې تاوتريخوالی په ډيرېدو دی.
د شمال زون د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د برخې مشرې فوزيه نوابي پژواک اژانس ته وويل ، چې د ښځو چارو رياست راپور د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له راپور سره تناقض لري.
هغې زياته کړه ، چې سږ کال د شمال په څلور ولايتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل کې د مېرمنو پر وړاندې په تاوتريخوالي کې ۶۰ سلنه ډيروالی راغلی دی.
د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ يوه اوسېدونکې زرمينه وايي، چې په ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې تاوتريخوالى ډېر دى، چې چارواکي ترې هېڅ معلومات نه لري.
د نوموړې په وينا، د ښځو رياست چارواکي يواځې د مزار شريف ښار په اړه معلومات ورکوي، په داسې حال کې چې له ولسواليو هېڅ خبر نه دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د بلخ د ښځو چارو رياست د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي دکمېدو راپور ورکوي، چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون په کلني راپور کې ويل شوي ، چې سږکال په ټول هېواد کې د مېرمنو پر وړاندې په تاوتريخوالي کې ۲۰ سلنه ډيروالی راغلی دی.