Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي اردو څلور سرتېري او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

اسعداباد، هرات (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢ ) : امنيتي چارواکو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د دوو افسرانو په ګډون د ملي اردو د دوو سرتېرو او شپږو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

په هرات کې د ملي اردو د ٢٠٧ ظفر قول اردو مسوولين وايي، چې ددوى يو افسر د ناپېژاندو وسله والو له خوا ترور شوى دى.

د يادې قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي دليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر مازيګر د قول اردو د تفتيش د څانګې يو منصبدار شمس الدين له رخصتۍ وروسته  دندې ته روان و، چې د هرات ښار د منارونو په سيمه کې ووژل شو.

سرچينې زياته کړه ، چې شمس الدين ځاى پر ځاى ساه ورکړه او بريدکوونکي يې په تېښته بريالي شوي دي.

وسله والو طالبانو د هغه د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه ددې ولايت د شينډنډ ولسوالۍ د چهال محل په سيمه کې د وسله والو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته رامنځته شوې ده.

د شينډنډ امنيه قوماندان سمونوال عبدالقيوم نورزي پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې څو ساعته نښته کې درې وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي ، چې په کونړ ولايت کې د ملي اردو يو افسر کور ته د رخصتۍ پر مهال د وسله والو په يوه بريد کې وژل شوى دى.

د ياد  وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل، چې دغه افسر تورن محمد اعظم نومېده او د کونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ شلطن سيمې ته تللى و.

هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو د هغه پر کور بريد کړى و، چې د تورن اعظم له سخت مقاومت سره مخامخ شول، خو وروسته ياد افسر ووژل شو.

عظيمي ويلي، چې په ځوابي بريد کې د وسله والو يو قوماندان له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

دشيګل ولسوال عبدالظاهر ساپي هم پژواک اژانس ته ديادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل ، چې تېر مازيګر وسله والو طالبانو غوښتل د ملي اردو دياد افسر  د کور له څنګ څخه پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي.

هغه زياته کړه ، چې ياد افسر د هغوى د بريد مخه نيوله، چې طالبانو پرې ډزې وکړې او هغه يې وواژه، خو وروسته د وژل شوي افسر د ورور په ډزو درې طالبان هم ووژل شول.

د ولسوال په وينا، د وسله والو له خوا د ملي اردو د ياد افسر کور هم سوځول شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې نښته کې د اوو پوليسو دوژلو کېدو ادعا کوي ، نوموړى د درېيو طالبانو وژل کېدل هم تاييد کړل.

د ملي دفاع وزارت دغه راز په زابل او هلمند ولايتونو کې د ملي اردو د دوو نورو سرتېرو دوژل کېدو خبر هم ورکړى دى.

بلخوا د ملي امنيت لوى رياست وايي ، چې ځواکونو يې ديو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په کندهار ولايت کې شپږ وسله وال مخالفين له وسلو او مهماتو سره نيولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.