ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د ولايتي شورا يو شمېر کانديدانو ټولنه جوړه کړه

author avatar
21 Dec 2013 - 18:06
author avatar
21 Dec 2013 - 18:06

هرات ښار ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢ ) : په هرات کې د ولايتي شورا د راتلونکو ټاکنو يو شمېر کانديدانو د ټولنې د شتون اعلان وکړ.

د ولايتي شورا يوه کانديد محي الدين نوري د ليندۍ په ٣٠مه، په دې اړه يوې غونډې ته وويل ، چې له دغې ټولنې يې موخه د ټاکنو شفافيت او په يوه متحدانه ځواک سره له ټاکنو څار ياد کړ  او ويې ويل، چې دفساد مخه به هم نيسي.

هغه زياته کړه، چې په ياده ټولنه کې ۴۶ کانديدان اوسمهال غړيتوب لري او هيله يې څرګنده کړه، چې نور کانديدان به هم ورسره يو ځاى شي .

د ولايتي شورا يوه بل کانديد او ددې ټولنې غړي سيد عظيم کبرزاني پژواک ته وويل ، چې ټولنه به يې په ټول ولايت کې په يوه اواز سره د ټاکنو صندوقونو ته د رايه ورکونکو د هڅولو هڅه کوي.

هغه زياته کړه ، چې له دې سره به دوى د سالم رقابت په ډول د خپلو حقونو د فاع ته لار برابره کړي.

نوموړي په تېرو ټاکنو کې شويو درغليو ته په کتلو سره دا ډول ټولنې او ګډ کار اړين وباله.

په هرات کې اوس مهال ۱۷۷ تنه د ولايتي شورا ۱۹ څوکيو ته سره سيالي کوي، چې ۲۶ تنه يې مېرمنې دي.

ټاکل شوې ده، چې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

د عين الدين جلال په نوم د هرات يو استوګن او د مدني ټولنو فعال دا ډول ټولنې ګټورې بولي او هيله يې څرګنده کړه، چې دوى به دشخصي ګټو پر ځاى د هېواد او د ولس د ګټو لپاره کار وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.