Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيکا د کانکور په ازموينه کې يوې نجلۍ هم ونډه نه لرله

ښرنه ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢ ) : په پکتيکا ولايت کې د لوړو زدو کړو د کانکور په ازموينه کې د هلکانو شمېره د تېر کال په پرتله دوه برابره شوې، خو سږ کال يو ځل بيا هم نجونو پکې ونډه لرله.

په پکتيکا ولايت کې د ليندۍ په ٣٠مه، د کانکور ازموينه په داسې حال کې واخيستل شوه، چې پکې ددې ولايت له مرکز او ولسواليو څخه تر ٩٠٠ پورې زده کوونکو برخه اخيستې وه.

د پکتيکا والي محب الله صميم  د کانکور دازموينې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  په روان کال کې ددې ولايت له ښوونځيو څخه  ديارلس سوه زده کوونکي فارغ شوي، چې له نهه سوه څخه ډېرو يې په کانکور کې برخه واخيسته.

هغه زياته کړه، چې دپکتيکا زده کوونکي د پوره وړتيا خاوندان دي  او تېر کال تر نيمايي زيات د کانکور برخه وال د خپلې خوښې پوهنځيوته بريالي شول.

صميم وايي، چې په تېرو يوولسو کلونو کې د پکتيکا ولايت د پوهنې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى ، خو زياته يې کړه ، چې اوس هم ځينې ستونزې لري.

د نوموړي په وينا، په يو شمېر ولسواليو کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو او مسلکي ښوونکو ستونزې لري.

په کانکور کې د نجونو د نه ونډې په اړه والي وويل، چې په دې ولايت کې ٢٥ زره نجونې شوونځيو ته ځي، خو د کانکور په ازموينه کې يې برخه نه لرله .

صميم په کانکور کې د نجونو د نه ګډون لامل  له دوولسم ټولګي څخه د نجونو نه فراغت ياد او زياته يې کړه ، چې ډېرى نجونې يواځې په لومړنيو او منځنيو ښوونځيو کې زده کړې کوي.

د هغه په وينا، په راتلونکو دوو کلونو کې به په دې ولايت کې هم نجونې له دوولسم ټولګي څخه فارغې شي.

د پکتيکا د پوهنې رييس استاد کوچي ځاځي پژواک اژانس ته وويل ، چې د تېرو کلونو په پرتله په دې ولايت کې د کانکور د برخوالو شمېر دوه برابره شوې ده .

ځاځي وويل،چې د پکتيکا په ډېرو سيموکې ښوونځي د لېسې کچې ته لوړ شوي اوکال تربله د فارغينو شمېر ډېرېږي.

د ازموينې يو تن برخه اخيستونکى عزيز الله اميري وايي، ازموينه په منظم او ښه ډول واخيستل شوه.

د نوموړي په خبره، د ازموينې صحنه د څارونکو اولوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي له لوري څارل کېده  او چا ته د نقل ورکولواودرغلۍ کوم چانس نه و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.