جلال اباد ( پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢ ) : د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.
په کابل کې د امريکا په مشرۍ دنړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) مطبوعاتي دفتر دليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې پرون يې يوه بې پيلوټه الوتکه د افغانستان په ختځ کې غورځېدلې ده.
خو سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
بلخوا په ختيځ کې سرچينې وايي ، چې دا الوتکه د ننګرهار ولايت په بټي کوت ولسوالۍ غورځېدلې ده.
د بټي کوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محب الله پژواک اژانس ته وويل ، چې دا بې پيلوټه الوتکه پرون تر غرمې وروسته په دوه نيمو بجو ددې ولسوالۍ د کوډۍ په سيمه کې لوېدلې وه.
د هغه په وينا، د الوتکې تر غورځېدو ١٥ دقيقې وروسته وسله وال طالبان راغلل او په ډاټسن موټر کې يې ياده الوتکه له ځانه سره يوړله.
محب الله وويل ، چې بيا وروسته امريکايي ځواکونه راغلل او تر څو ساعتونو پورې په سيمه کې وو او بېرته ولاړل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، الوتکه تر غورځېدو وروسته ويجاړه شوې وه ، چې ددوى له خوا خوندي سيمې ته وړل شوې ده.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې هم په ننګرهار او ځينو نورو سيمو کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې غورځېدلې دې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP