Language

په غزني کې څه باندې نيم ټن نشه يي توکي نيول شوي

غزني ښار(پژواک ۳۰ ليندۍ ۹۲) په غزني ولايت کې امنيتي مسوولين وايي ، چې د کابل – کندهار پر لويه لاره يې  ٥١٥ کيلو ګرامه تارياک نيولي دي.

د غزني امنيه قوماندان غلام محي الدين سروري د ليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه ترياک په يوه بار وړونکي موتر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه زياته کړه ، چې قاچاقچيانو دغه توکي له مزار شريف څخه راوړي او غوښتل يې چې  هرات ولايت او بيا يې ايران ته  ولېږدوي.

سروري وويل ، چې پوليسو ياد توکي د موټر د تالاشۍ  پر مهال له دوو کسانو سره نيولي  او له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې پيل شوې دي.

ياده دې وي ، چې څه موده وړاندې هم د غزني پوليسو يوه اندازه ترياک او چرس نيولي وو.

Related Topics