جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): په لغمان کې د کانونو امريت چارواکي وايي، چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت کانونو ته هېڅ لاسرسى نه لري.
د لغمان د کانونو امر انجنير مجيب عطايي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د کانونو امريت په کار پيل کړى دى.
هغه زياته کړه، د ياد ولايت ډېرى کانونه په نا امنو او لرې پرتو سيمو کې دي، له همدې امله د دغو کانونو په اړه هېڅ سروې نه ده ترسره شوې.
نوموړي وويل: ((دلته د لغمان ولايت په اداري ناستو کې هم موږه خپلې ستونزې له مسوولينو سره شريکې کړې او له مرکز سره په دې اړه هم غږېدلي يو.))
عطايي وايي، تر اوسه پورې د دغه ولايت په درېيو بېلابېلو سيمو کې قېمتي او نيمه قېمتي ډبرې کشف شوي، خو نوموړى وايي، چې د دندې له پيل راهيسې تر دې مهاله يې له دغو کانونو څخه کومه ليدنه ، نه ده کړې.
سرچينې زياته کړه، چې د مرکز مهترلام په ٢٥ کيلومترۍ کې د اليشنګ ولسوالۍ په شګۍ سيمه کې، د مرمرو يو ستر کان موجود دى، خو د لغمان د سروې ټېمونو ته دا لا نه ده څرګنده شوې، چې په دغه ستر کان کې په کومه کچه د مرمرو ډبرې شتون لري.
د نوموړي په وينا، د مرمرو دغه کان، چې ٢٠ کيلومتره اوږدوالى او يو کيلومتر عرض لري د امنيتي ستونزو له امله له استخراجه پاتې دى.
د لغمان د کانونو امر وايي، چې د الينګار ولسوالۍ په شمټک نومې سيمه کې هم د قېمتي او نيمه قېمتي ډبرو کانونه موجود دي، خو دغو سيمو ته لا تر اوسه د سروې ټېم نه دى ورغلى.
د کانونو امر وويل، که امنيتي ستونزې حل شي او په فني او مسلکي توګه د دغو کانونو د استخراج چارې پيل شي، نو په لويه کچه عوايد به ترې ترلاسه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP