جلال اباد (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه٩٢): په جلال اباد ښار کې د دوو لويو پلونو د جوړولو چارې د مرغومي په لومړۍ نېټه پيل شوې.
ددې پلونو د کار د پرانېستلو په مراسمو کې د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين او يو شمېر نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ګل رسول فقير پژواک خبري اژانس ته وويل ، د جلال اباد ښار دوه مهم پلونه ، چې يو د جندرما او بل د فارم هډې پل دى د بنسټ ډبرې يې کېښودل شوې.
هغه زياته کړه ، چې پر يادو دواړو پلونو به شاوخوا څلورويشت نيم ميليونه افغانۍ لګښت راشي ، چې د فوايد عامې وزارت له لوري به ورکول کيږي.
د نوموړي په وينا، د جندرما او فارم هډې له دواړو پخوانيو پلونو سره به په خوا کې نوي پلونه جوړيږي.
دى وايي، چې د جندر ما نوى پول به ٤٦ متره اوږدوالى او ١٠ متره پلنوالى ولري او همداراز به د فارم هډې پول ٢٤ متره اوږد او ١١ متره پلن وي.
د فوايد عامې رييس وويل، چې د دواړو پلونو چارې به په ١٤ مياشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخوا به د جندرما او فارم هډې په سيمه کې هره ورځ په ساعتونو، ساعتونو لاره بنده وه، خو د يادو پلونو په جوړېدو به دغه ستونزه په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.
هغه زياته کړه : (( زه خوشحاله يم چې نن د يو ډېر مهمه پله د بنسټ ډبره ږدم، ځکه دا ډېر مهم پلونه دي.))
نوموړي پر قراردادي شرکت غږ وکړ، چې د پلونو د کيفيت په برخه کې دې تر اخري بريده هڅه وکړي، تر څو د خرابوالي خطر يې له منځه لاړ شي.
د چکنورو اوسېدونکي ماما صيب پژواک ته د ياد پول پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل ، چې له دولت څخه يې څو کاله وړاندې د ياد پول د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو اوس يې د عمل جامه واغوسته.
ده وويل: (( دا چې اوس پرې کار پيل شو، هم ښه ده، موږ له ګڼو مشکلاتو سره مخ وو.))
نوموړي پر ټولو ښاريانو غږ وکړ، چې پريادو پلونو دې له ټاکلي وزن څخه زيات وزن نه وړي، تر څو د تخريب سبب يې نه شي.
همداراز د يوه بل خبر له مخې، په لعلپورې ولسوالۍ کې يو حيواني کلينيک په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د مرغومې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل،
چې دغه کلينيک د زراعت وزارت له لوري د نهه سوه زرو افغانيو په لګښت په دوو مياشتو کې جوړ شو.
د هغه په وينا ، د حيواني کلينيک دغه ودانۍ ټول هغه ضروري خونې او ملحقات لري ، چې په يو حيواني کلينيک کې ترې کار اخيستل کيږي.
عبدالزي زياته کړه ، چې د دې کلينيک په جوړېدو به سلګونه حيوانات له مرګه وژغورل شي او په ډيرې اسانۍ سره به په ولسوالۍ کې د ناروغو ژوو درملنه ترسره شي.
ياده دې وي، چې د بهسودو د دويم پله د جوړېدو وعدې له تېر يوه کال راهيسې روانې دي ، خو تر اوسه يې د جوړېدو عملي چارې نه دي پيل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP