Language

جلال اباد کې زر لېتره شراب نيول شوي

جلال اباد (پژواک ٢ مرغومې ٩٢): په جلال اباد ښار کې شاوخوا زر لېتره شراب د کورنيو چارو وزارت د لويو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست د منسوبينو له لوري ترلاسه او په تړاو يې دوه تنه نيول شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د جلال اباد ښار د لومړۍ او څلورمې امنيتي حوزو اړوند سيمه کې په يوه کور کې ١٠٤٥ لېتره شراب چې په بوتلونو او بېلرونو کې اچول شوي وو، نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې له دغو شرابو سره په تړاو دوه کسان نيول شوي، چې اوس تر پوښتنو لاندې دي.

امنيه قوماندان وايي، چې يو کرولا موټر يې هم نيولى، چې ياد شراب په کې ځاى پر ځاى شوي وو.

نوموړي دا هم وويل، چې له ياد کور څخه يې د شرابو تر څنګ د پلور هغه بېلونه هم ترلاسه کړي ، چې د ښار په مختلفو دوکانونو او اوسېدونکو يې خرڅ کړي دي.

امنيه قوماندان وايي، چې له کابل څخه د لويو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست ځواکونو ياد عمليات کړي او دغه توکي يې نيولي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د پوليسو د دغه اقدام ستاينه کوي.

 د څلورمې ناحيې يوه اوسېدونکي عمران پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار په دوکانونو او هوټلونو کې شراب په ښکاره توګه خرڅېږي.

هغه له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې د ښار دوکانونه او هوټلونه په دقيقه توګه وڅاري او د دې مخه ونيسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.