Language

حيرتان بندر کې د نفتو د تصفيې خونې بيا فعاليت پيل کړ

مزارشريف (پژواک ٢ مرغومى ٩٢): د بلخ ولايت په بندري ښارګوټي حيرتان کې د غضنفر ګروپ د نفتي توکو تصفيې خونې له څلور مياشتې ځنډ وروسته بيا پر کار پيل وکړ.

دغه تصفيه خونه پرون د يو شمېر دولتي چارواکو له خوا پرانيستل شوه، چې په په يو کال کې د ۵۰۰ زره ټنه نفتي توکو د تصفيې وړتيا لري.

د يادې تصفيې خونې مسوول محمدابرهيم غضنفر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د غضنفر ګروپ د نفتي توکو د تصفيې خونې فعاليت له څلورو مياشتو بند شوى و.

نوموړي زياته کړه، چې پرون د وزيرانو شورا د پرېکړې پر اساس دې تصفيه خونې يو ځل بيا پرکار پيل وکړ.

د هغه په وينا، ياده تصفيه خانه د ۳۲ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې په لوړه کچه به نفتي توکي تصفيه کوي.

غضنفر وويل، چې په ياده تصفيه خونه کې په يو وخت کې ۴۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ تصفيه خونه د نفتي توکو د کمښت په برخه کې لوړه پانګونه ده، چې په يو کال کې د ۵۰۰ زره ټنه نفتي توکو د تصفيه کېدو ظرفيت لري.))

خو د نفتي توکو د وارد کوونکو ټولنې ځينې غړي وايي، چې د غضنفر ګروپ پر وړاندې د وزيرانو شورا پرېکړه يو اړخيزه ده.

د نفتي توکو يوه وارد کوونکي محمد رسول پژواک ته وويل، د غضفر ګروپ د تري ماکول په نوم مواد، چې له تصفيې وروسته ترې نفتي توکي برابرېږي، خام واردول، چې ۶سلنه کمه ماليه پرې راځي.

نوموړي زياته کړه، چې دولت بايد په دې برخه کې جدي څارنه وکړي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينواري چې په ياده پرانيسته کې يې برخه اخيستې وه وويل، چې د غضنفر ګروپ د نفتي توکو د تصفيه خونو په اړه ورته څرګندونې بې بنسټه دي.

نوموړي زياته کړه، ورته تصفيه خونې، د هېواد په اقتصاد کې خورا مثبت بدلون راولي او مخالفت يې بايد ونه شي.

دى وايي: ((کله چې موږ ځيني توکي په نېغه توګه په هېواد کې پروسس کوو، نو په دې معنا به وي، چې موږ په اقتصادي لحاظ د ځان ترڅنګ هېواد ته هم ډېره ګټه رسوو.))

همداراز د بلخ والي عطا محمد نور چې د يادې تصفيې خونې په بيا پرانيسته کې يې برخه اخيستې وه، وويل، د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د سترې پانګونې شاهدان دي.

نوموړي زياته کړه، څومره چې په دې کچه پانګونې زياتې شي، هومره به افغانستان په اقتصادي ډګر پر ځان بسيا شي او ولس ته به ګټه ورسېږي.

له دې مخکې هم په حيرتان ښارګوټي کې د مليونونو ډالرو په لګښت د نفتي توکو دوه نورې تصفيه خونې هم جوړې شوې او په کار يې پيل کړی دی.

Related Topics