غزني ښار (پژواک ٢ مرغومى ٩٢): د غزني مرستيال والي وايي، چې د دغه ولايت دوه رييسان له څو مياشتو راهيسې دندې ته نه حاضرېږي، خو امتيازات ترلاسه کوي.
مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني د حج او اوقافو رييس له تېرو نهو مياشتو راهيسې خپلې دندې ته نه دى حاضر شوى.
هغه زياته کړه، چې دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس هم په مياشت کې يوه اونۍ يا څو ورځې دفتر ته راځي، نور خپل شخصي کارونه پرمخ بيايي.
احمدي وايي، د رييسانو د غير حاضرۍ له امله د رياستونو کارونه ګډوډ شوي او په ځانګړې توګه د غزني د ملي راډيو تلويزيون کارونه خو بېخي ګډوډ دي.
د والي د مرستيال په وينا، دغه رييسان له اړوند وزارتونو د روابطو له مخې مقرر شوي او هغوى په دې اړه چوپه خوله دي.
نوموړي له اړوندو وزارتونو وغوښتل، چې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي، څو د يادو رياستونو کارونه پر خپل وخت ترسره شي.
احمدي زياته کړه: ((غه کسان غير حاضر دي، خو امتيازونه ترلاسه کوي، وزارتونه يې بايد پر دوى بند کړي.))
د هغه په خبره، د اطلاعاتو او کولتور رييس د غير حاضرۍ له امله د غزني، چې د ٢٠١٣ کال د اسلامي هېوادونو پلازمېنه اعلان شوې، ګڼ شمېر کارونه يې نيمګړي پاتې شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست يوه کار کوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې رييس يې د روان کال په اوږدو کې يوه اونۍ دفتر ته ورغلى دى.
هغه زياته کړه: ((څو ورځې مخکې يې ټيلېفون کړى و، چې د معاش تر څنګ دې يې اضافه کاري هم حواله شي.))
د سرچينې په وينا، دا چې رييس کار ته نه راځي، نو د رياست نور کار کوونکي هم غير حاضري کوي، چې له امله يې ټول کارونه ګډوډ شوي دي.
خو د اطلاعاتو او کلتور رييس بسم الله شريفي بيا دغه ادعاوې ردوي او زياتوي، چې دى د ولايت په مکتوب خدمتي کابل ته تللى دى.
هغه زياته کړه، چې پر دې مهال له ترافيکي پېښې سره مخ شو او د ځينو ستونزو له امله خپلې دندې ته نه دى تللى.
د غزني د حج او اوقافو رياست يو مامور مولوي حجت الله وايي، چې رييس يې د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللى و، بيا نه دى راغلى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، هغه که څه هم اوس هم له سعودي راستون شوى، خو تر اوسه پورې دندې ته نه دى حاضر شوى.
مولوي حجت الله وايي، رييس يې په مياشتو مياشتو له دندې غير حاضر وي، چې له امله يې د رياست ټول کارونه په ټپه ولاړ دي.
د غزني د حج او اوقافو رييس فضل احمد بيا له پژواک سره د ټېلېفون په ليکه پرده لګېدلى تور ردوي او وايي، دا شونې نه ده، چې د دولت يو کارکوونکى دې نهه مياشتې غير حاضر وي او دى دې بيا په خپله دنده کې پاتې شي.
ده زياته کړه: “زه همدا اوس (د مازيګر شاوخوا څلور بجې) په خپل رياست کې ناست يم او له تاسو سره خبرې کوم؛ دا چې زما کور په غزني کې نشته، نو په خپل رياست کې يوه کوټه لرم او شپې په کې سبا کوم.”
خو هغه ومنله، چې د ولايت په اداري ناستو کې يې د ورپېښې ناروغۍ له امله له ډېر وخت راهيسې ګډون کړى نه دى کړى او پرځاى يې خپل استازى ورلېږي.
د حج او اوقافو وزارت وياند حبيب الرحمن صالحي، پژواک اژانس ته وويل، چې په دې اړه معلومات نه لري، خو ياده موضوع به د وزارت له مشرتابه سره شريکه کړي.
د غزني ښار يو اوسېدونکى محمداکرم هم وايي، چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس له تېرو څو مياشتو راهيسې خپلې دندې ته نه دى راغلى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، څو ځلې يې رياست ته مراجعه کړې او کار کوونکو ورته ويلي چې رييس نه دى راغلى.
ده زياته کړه: ((د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا اعلان شوو پوستونو څخه يې يوې ته کانديد وم، دا چې رييس نشته، له تېر کال راهيسې پوستونه همداسې خالي پاتې دي.))
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني پژواک اژانس ته وويل، چې ياده موضوع به د غزني له والي او همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره شريکه کړي، ترڅو يې په اړه اقدام وشي.