کندوز ښار (پژواک ٢مرغومى٩٢): د تخار چارواکي وايي، چې ناپېژاندو کسانو د دغه ولايت د پوهنې رييس تښتولى دى.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دوه ورځو راپدېخوا د پوهنې رييس نجيب الله کامران اړيکه له ولايتي چارواکو سره پرې شوې ده.
نوموړي زياته کړه، دوى ته د هغه کورنۍ ته خبر ورکړى، چې کامران له دوو ورځو راپدېخوا له خپلو دوو ملګرو سره ورک شوى دى.
د ده په وينا، ګومان کېږي چې نوموړى به تښتول شوى وي.
هغه وايي، د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي امنيتي او کشفي ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د نوموړي د پيدا کېدو په موخه جدي پلټنې پيل کړي .
د پوهنې رياست يوه کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې د نجيب الله د تښتونې په تور د دغه رياست څلور کارکوونکي نيول شوي دي.
سرچينه زياتوي، څو ورځې مخکې په ياد رياست کې د تدريسي مرستيال حسام الدين نظري له دندې ګوښه شوى و.
هغه وايي، اوس ځينو ولايتي چارواکو ته په ټېلېفون کې پيغامونه راځي، چې: “که چېرته حسام الدين بېرته پر خپله دنده ونه ګمارل شي، نو نجيب الله به هم خوشې نه شي.”
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP