Language

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٢): د پکتيکا پراختيايي کنفرانس کې ټينګار وشو، چې د دې ولايت طبيعي زېرمې او کانونه دې استخراج او د پکتيکا د پرمختګ لپاره دې ترې کار واخيستل شي.

د پکتيکا پراختيايي کنفرانس، نن په کابل کې د سيمه ييز ارګانونو خپلواکې ادارې او د دې ولايت د مقام په ګډو هڅو ترسره شو، چې يو شمېر وزيرانو، د ځينو سکتوري وزارتونو مرستيالانو، د مرستندويه بنسټونو استازو او په ملي شورا کې د پکتيکا د خلکو وکيلانو په کې برخه اخيستې وه.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ او تخنيکي چارو مرستيال دوکتور فريد ماموندزي په دې کنفرانس کې وويل، چې پکتيکا د پرمختګ لپاره د نفتو بډايه حوزې، د قېمتي ډبرو کانونه، د کښت پراخې ځمکې او ټرانزيټي لارې لري.

ده زياته کړه، که په ياد ولايت کې له طبيعي سرچينو موثره ګټه اخېسته تنظيم شي، پکتيکا به په لنډه راتلونکې کې پر يوه ودان او سمسور ولايت بدل شي.

د پکتيکا والي محب الله صميم د کنفرانس په ترڅ کې د ولايت مهم لومړيتوبونه او پراختيايي پلانونه له ګډونوالو سره شريک کړل.

ده وويل، چې په پکتيکا کې ٣٤٤ ښوونځي پرانيستي دي، چې ١٤٣زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، خو په سرحدي ولسواليو کې ګڼ اوسېدونکي له معياري تعليم څخه محرومه دي، ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د مسلکي ښوونکو له نشتوالي سره مخ دي.

د هغه په خبره، د دې ولايت ٩٠ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د ځمکو د خړوبولو لپاره لوى او واړه بندونه نه لري او نه هم د مېوو ساتنې لپاره سړې خونې لري.

دغه راز والي وايي، چې په پکتيکا کې ټولټال ٣٦ روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، خو د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي سره مخ دي، چې بايد د ځانګړي امتياز له لارې هغوى جلب او جذب شي.

هغه غوښتنه وکړه، چې په کټواز کې تر ځمکې لاندې نفتو او قېمتي ډبرو د استخراج کار بايد ژر پيل شي.

نوموړي د سکتوري وزارتونو له استازو وغوښتل، چې د دې ولايت پراختيا ته په خپلو لومړيتوبونو کې ځای ورکړي.

هغه زياته کړه، پکتيکا د افغانستان وروسته پاتې ولايت دی او انکشاف په کې د امنيت پر وضعيت نېغ په نېغه اغېز لري.

د پکتيکا والي وايي: “د پکتيکا امن او ناامني د شاوخوا ولايتونو وضعيت هم متاثرولای شي.”

په کنفرانس کې د سکتوري وزارتونو استازو، د پکتيکا ولايت لپاره د خپلو اړوندو وزارتونو پرمختيايي پلانونه او پروګرامونه په ډاګه کړل.

دوى پکتيکا د افغانستان هغه ولايت وباله، چې تر ټولې ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري.

د يادونې وړ ده، چې په انکشافي کنفرانسونو کې د ولايتونو پراختيايي پلانونه او پروژې له مرسته کوونکو بنسټونو او سکتوري وزارتونو سره شريکېږي او د پلي کولو لپاره يې د اړوندو ارګانونو د مرستې غوښتنه کېږي.

پکتيکا د هېواد په سوېل ختيځ کې له پلازمېنې کابل څخه د ١٨٠ کيلومترو په واټن کې پروت سرحدي ولايت دى، چې له پاکستان سره ٣٣٦ کيلومتره ګډه پوله لري.

Related Topics