Language

ملي امنيت : د ننګرهار پر والي د ځانمرګي بريد هڅه شنډه شوه

 کابل، جلال اباد ( پژواک ٣ مرغومى ٩٢ ) : د ملي امنيت لوى رياست وايي ، چې د ننګرهار ولايت پر مشرتابه يې د ځانمرګي بريد هڅه شنډه کړې ده.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست د مرغومي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي ، چې دغه څلور کسيزه ډله يې له يوې اندازې چاودېدونکو توکو سره نيولې ده.

سرچينې زياته کړې ، دغې ډلې په ډېره ماهرانه توګه چاودېدونکي توکي له هېواد څخه بهرد کمپيوټرنو، موبايلونو او تخنيکي وسايلو په منځ کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې د ننګرهار ولايت پر مشرتابه ترهګريز بريد ترسره کړي.

د ملي امنيت لوى رياست ويلي، چې دغه ډله خپلې موخې ته له رسېدو د مخه د ملي امنيت د منسوبينو له خوا تر پېژندنې وروسته لاس په لاس له چاودېدونکو توکو او وسايلو سره يو ځای ونيول شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې نيول شوي کسان عرفان، نقيب الله ،ګل محمد او فقيرالله نومېږي، چې د ننګرهار ولاېت اوسېدونکي دي.

سرچينه کاږي، دغو کسانو د لومړنيو څېړنو پرمهال اعتراف کړی، چې د تخنيکي وسايلو پرمختللې  زده کړې يې له پولې اخوا ترسره کړې دي، ياد توکي او وسايل يې د  قاري سليمان په نوم د طالبانو د يوتن قوماندان په لارښوونه  ننګرهار ته د ترهګريز بريد په موخه رالېږدولي وو.

د ملي امنيت اداره وايي، چې په دې اړه يې نورې څېړنې پيل کړې دي.       

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياعبدالزى د يادې نيونې په اړه ناخبري ښيي او زياتوي، چې تر دا مهاله ورته د کومې امنيتي ادارې له لوري د ځانمرګو بريدکوونکو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې ، د لغمان ولايت په چاڼيزو عملياتو کې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه شکمن کسان نيول شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د لغمان د الينګار ولسوالۍ د سنګره درې په استقامت د ذوالفقار ١٦ په نوم د ګډو افغان ځواکونو چاڼيز عمليات پيل شوي وو ، چې نن پاى ته ورسېدل.

دى وايي ، چې په دغو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو سره نښته هم رامنځته شوې ، چې په پايله کې يې د زرقاوي د ډلې دوه تنه وژل شوي او دوه نور يې شديد ټپيان شوي دي.

ده وويل: (( په عملياتو کې د وسله والو د وسلو څلور مهم زېرمه ځايونه هم له منځه تللي دي.))

نوموړى زياتوي، چې په عملياتو کې يې د شېخ صېب اړوند د تورۍ کلا،اعظم کلا، کوټاخېل، سباخېل ، شور اباد، چهار قلا، ميا خېل ، الاجيګر او نورو کليو د تصفيې او تلاشۍ تر څنګ د مخالفينو سره د تړاو په تور دوه تنه شکمن هم د افغان ځواکونو له لوري نيول شوي.

د والي د وياند په خبره ، چې د لارې په اوږدو کې افغان ګډو ځواکونو هغه ۱۱ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه چې د مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړي دي.

نوموړى په عملياتو کې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه مني.

خو بلخوا د وسله والو طالبانووياند ذبيح الله مجاهد په ياده نښته کې خپلې خواته مرګ ژوبله مني او زياتوي چې کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.