غزني ښار، ښرنه (پژواک ۳ مرغومی ۹۲) : د غزني چارواکي وايي ، چې په ګيرو ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې وسله والو او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي د مرغومي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ د شيلې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسوپر يوې پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه ، چې د پوليسو په ځوابي بريد او رامنځته شوې نښته کې درې وسله وال وژل شوي او درې تنه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه هم وايي، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د شيلې او ښالې ترمنځ سيمه کې پر پوستې بريد کړى و.
هغه زياته کړه ، چې دسيمه ييزو پوليسو مرستې ته ملي پوليس هم ورسېدل او وسله وال يې تېښتې ته اړ کړل.
د ولسوال په وينا، په دې نښته کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ياونې ده ، چې تېره ورځ هم په غزني ولايت کې د بېلابيلو عملياتو پر مهال د شپږو وسله والو د وژل کېدو او ٩ ژوندي نيولو خبر ورکړل شوى و.
د يوه بل خبر له مخې، د پکتيکاولايت په مرکز ښرنه کې د پخواني ځای پرځای شوي ماين چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ښرنې ملکي روغتون يو ډاکټر ، چې نه غواړي نوم يې خپورشي پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام روغتون ته دوه ټپيان ور وړل شوي، چې يوه يې دسختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
سرچينې زياته کړې، چې ددې پېښې دواړه قربانيان د سيمې عام وګړي او ځوانان دي.
دپکتيکاد امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله رښتيني هم پژواک ته ددې پېښې پخلی وکړ او ويې ويل ، چې دغه ماين کېدای شي د روسانو په وخت کې اېښودل شوی وي .
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په فارياب ولايت کې يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى، دغه راز د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ هم يو سرتېرى ټپي شوى دى.