کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عدليي او قضايي مرکز استيناف محکمې، ديوې قاچاق وړونکي ډلې مشر د نشه يي توکو د قاچاق په تور پر ٢٠ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
د دغه مرکز مطبوعاتي مسوول احمدخالد موحد نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړى په نيمروز ولايت کې له ١٧٩ کيلوګرامه هيروينو سره يو ځاى نيول شوى دى.
موحد د دې خبرې په څرګندولو سره، چې نيول شوى کس ٣٠ کاله عمرلري او د فراه ولايت اصلي اوسېدونکى دى زياته کړه، چې دغه کس دڅېړنو پر مهال د نشه يي توکو دقاچاق وړونکې ډلې له مشرۍ څخه انکار کړى او زياته کړې يې ده چې د فلزکارۍ په کسب بوخت دى او تل له خپلو پېرېدونکو سره ټيليفوني اړيکې لري.
دموحد دمعلومات له مخې، دقضيې موظف څارنوال د تورن شخص د ادعا په ردولو سره ټينګار کړى، چې نوموړي دنشه يي توکو دقاچاق په موخه تل له هغوى سره ټيليفوني اړيکې ټينګې کړې دي.
خپرپاڼه زياتوي، چې تورن کس د نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د لومړنۍ محکمې په قضايي ناسته کې په ٢٠ کاله تنفيذي بند محکوم شو.
سرچينه وايي، چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو مشر په داسي حال کې نيول کيږي، چې په تېره کې د هغه درې تنه قاچاق وړونکي په دوو جلا پړاونو کې له ١٠٧ او٩٠ کيلوګرامه هيروينو سره، چې له نيمروز ولايت څخه يې ايران ته قاچاق کول نيول شوي او له عدليي اوقضايي تعقيب څخه وروسته، په جزا محکوم شوي دي.