Language

د ننګرهار د هسکې مېنې قومونو پر کان شخړه کړې

جلال اباد (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د مېشتو قومونو تر منځ په غره کې د کانونو د کيندلو پر سر شخړه رامنځته شوې او پر يوه بل يې لارې بندې کړې دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د يو قوم کس نه شي کولى د بل قوم پر لارې تېر شي او هم يې د خوراکي او نورو توکو پر لېږد رالېږد بنديز لګولى دى.

د دې و لسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي ناصر د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو ورځې وړاندې ياده شخړه د غره د کيندلو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړى زياتوي، چې د اوغز نومې کلي مېشت قوم حسن خېلو غره ته لوى موټر د شوکاڼي (ډبرو) د لېږد لپاره بيولي وو، چې د کان د کيندلو پر وخت د ځنګل ونې هم زيانمنې شوې وې.

حاجي ناصر وويل، له همدې له امله دوه نور قومونه الياس خېل او حمزه خېل راپاڅېدل او پر حسن خېلو يې تېل بند کړل.

دى وايي: ((بيا مقابل لورى راپاڅېد او د اکاخېلو په سيمه کې يې پاټک واچاوه او پر هغوى يې بنديز ولګاوه.))

شوکاڼى يو ډول قيمتي ډبره ده، چې د کريمونو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي.

د هسکې مېنې يوه بل قومي مشر ملک ستار پژواک اژانس ته وويل، چې حسن خېلو د شوکاڼي د را ايستلو لپاره لوډر او نور لوى موټر راوستي وو او د کان د را ايستلو لپاره يې د غره يوه برخه هواره کړې وه.

ده وويل، د دريو واړو قومونو تر منځ اوس لارې تړل شوې او هېڅوک نه شي کولى چې تګ راتګ وکړي.

هغه زياته کړه: ((ناروغان هم نه شي کولى چې روغتون يا ډاکتر ته ولاړ شي، لارې په مکمل ډول بندې دي.))

ملک ستار وايي، چې ولايتي ادارې تر دې مهاله په يادې قضيې کې هېڅ کوم ډول دلچسپي نه ده ښودلې او نه يې هم په اړه اقدام کړى دى.

ده وويل، چې د ولسوالۍ مسوولين له يادې ستونزې خبر دي، خو تر اوسه يې د يادو قومونو مشران سره نه دي کېنولي.

ملک ستار زياتوي، له يو شمېر نورو ګاونډيو ولسواليو هم قومي مشران راغلي وو او د يادې ستونزې د حل په موخه يې اقدام کړى خو تر اوسه هېڅ کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي سيد نثار شينواري پژواک ته وويل، چې يادو اختلافاتو د خوراکي توکو پر بيو او د سيمې پر امنيتي وضعيت نېغ په نېغه اغېز کړى دى.

نوموړى وايي، چې که دولت په دې برخه کې اقدامات ونه کړي نو لرې نه ده چې يو لوى ناورين به رامنځته شي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې ولايت مقام ته ياده موضوع رسېدلې او د والي په ځانګړې سپارښتنه هڅه روانه ده چې د يادو قومونو ستونزه هواره کړي.

نوموړى زياتوي، چې دوى به ياده ستونزه په داسې بڼه حل کړي چې له يوې خوا د وضعيت د خرابېدو مخه ونيول شي او له بلې خوا ستونزه هم هواره شي.

Related Topics