جلال اباد (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د نورستان د ولايتي شورا د غړې، خاطرې پر کور بريد شوى چې له امله يې خسر وژل شوى او لېور يې چې ليکوال او ژورنالېست دى، ټپي دى.
د نورستان د ولايتي شورا د وکيلې خاطرې پلار ډاکتر عبدالغني د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه د ښېوې ولسوالۍ د سلامپور په سيمه کې د يې د لور پر کور وسله والو مخالفينو بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې د دغه بريد په پايله کې د خاطرې خسر وژل شوى او لېور يې شفېع الله تاند ټپي او بل تن يې ژوندى وړى دى.
دى وايي، چې د کورنۍ د غړو او وسله والو تر منځ نښته هم شوې خو ياده وکيله په کور کې نه وه.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال ياده پېښه تاييد کړه خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمن مذهبيار هم ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې په نښته کې د خاطرې خسر وژل شوى او يو لېور يې ژوندى وسله والو بيولى دى.
د سيمې اوسېدونکي سيد اسلام پژواک ته وويل، چې په ياده نښته کې ليکوال او ژورنالېست شفېع الله تاند هم ټپي شوى دى.
د هغه په وينا، وسله والو د تاند ورور چې اتلس کاله عمر لري او د ښوونځي زده کوونکى له ځانه سره بيولى دى.
شفېع الله تاند په ټپي حالت له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلې روغتيا ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې له اتو زياتو وسله والو يې تېره شپه پر کور بريد کړى او پلار يې ورته وژلى دى.
نوموړي د ټپونو له امله د نورو خبرو توان نه لاره.
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون ياد عمل په کلکو ټکو غندلى او له امنيتي ادارو يې د يادې پېښې د څېړنو غوښتنه کړې ده.
هغه زياته کړه: ((تاند هغه ليکوال دى چې لسګونه ټولګې يې د ژباړو او پنځونو چاپ شوې دي.))
نوموړى زياتوي، چې تاند د ګڼو مجلو مسوول مديريت کړى او په دې برخه کې يې ګڼې لاسته راوړنې هم درلودې.
د يادې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې رسنيو ته څه نه دي ويلي.