Language

غزني ښار (پژواک ۴ مرغومی ۹۲) : دغزني ښار داسلامې ثقافت مرکز په سر پټي بازارکې د لاسي توکو دوه ورځنۍ نندارتون د مرغومي په څلورمه پرانستل شو.

دغه نندارتون د ثبات پروګرام (سيکا) او د غزني د يو شمېر دولتې ادارو له لوري په لاره اچول شوى دى.

 په غزني کې د ثبات د پروګرام مشر محمدجاوېد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغه نندارتونه يې موخه په غزني کې دلاسې توکو دود را ژوندی کول او دغو توکو ته بازار پېدا کول دي.

هغه زياته کړه چې په غزني کې مېرمنې لاسي توکي جوړوي، خو بازارنه لري او نه هم نندارې ته وړاندې کېږې.

نوموړى وايي چې د غزني د زيات شمېر وګړو اقتصادي حالت خراب دى او که چېرې لاسي توکو ته يې بازار پيدا شي ، اقتصاد به يې ورسره ښه شي.

جاوېد د غزني له سوداګرواو خلکوڅخه وغوښتل چې له دغه نندارتون څخه دې ليدنه وکړي او د ليدنې ترڅنګ دې خامخا يو څه په بيه واخلي، څو ګټه يې د لاسي توکو جوړوونکو ته ورسېږي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي چې له دغه نندارتون څخه يې ليدنه کوله پژواک ته وويل ، که چېرې دا ډول نندارتونونه ادامه پيدا کړي، نو شونې ده، چې لاسي توکي به ډېر پرمختګ وکړي.

هغه له سيکا موسسې مننه وکړه، چې د غزني د هغو بې وزلو مېرمنوته يې د لاسي توکو د خرڅلاو زمينه برابره کړه و چې دوی نشي کولای بازارته يې وړاندې کړي.

احمدي وويل چې د غزني خلک بايد بېرته د لاسي توکو کارولو ته مخه کړي ، له يوې خوا پخپل دغه صنعت به بېرته راژوندۍ شي او له بلې خوا به د خلکو پر اقتصاد هم ښه اغېزه وکړي.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ يوه اوسېدونکې بصيره چې خپل لاسي توکي يې نندارې ته وړاندې کړي وو، پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې غاړه کۍ، شيرنې دانې، ګلدوزۍ، نارينه او ښځينه کالي، او نور توکي جوړوي، خو بازار ورته نه لري.

هغې زياته کړه چې ددغو توکو په جوړولو باندې زيات زحمت باسي خو بياهم په هغه بيه ورته نه پلورل کېږې، په کومه بيه چې بايد پلورل شوي وای.

بصيرې له نورو موسسو او دولتي اداروڅخه وغوښتل چې په غزني کې دې د مېرمنولپاره لاسي توکو ته د بازار زمينه برابره کړي،  څود دوى د ورځني ژوند اقتصادي ستونزې هم کمې شي.

حميده هم يوه له هغو مېرمنوڅخه ده چې پخپل لاس توکي يې نندارې ته وړاندې کړي دي، نوموړي پژواک ته وويل : ((د کور سرپرست نه لرم د کور اړتياوې له دغې لارې پوره کوم خو دا توکي لکه څرنګه چې يې بايد بازار درلودلی وای و هغسې نه ده.))

هغې دنورو توکو ترڅنګ د ناوې لپاره يې ښايسته لباسونه هم جوړ کړي وو، وايې چې دا دود اوس ډېر له منځه تللی دى او ټولو خلکو بازاري توکوته مخه کړې ده.

حميدې زياته کړه چې په لاس جوړشوي توکي له بازار نه په سيموکې ښه پلورل کېږې.

حاجي عبدالله چې په لاس باندې جوړ شوي مسي لوښي يې مخې ته ايښي وو او نندارې ته يې راوړي وو، ووپژواک ته وويل چې په غزني کې دا هرڅه له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه چې د مسګرۍ ترڅنګ پوستين دوزي او کلالي هم له منځه تللې، که چېرې دولت داډول نندارتونونه جوړ کړي، نو دا صنعتونه بېرته ژوندي کېږي.

Related Topics