خوست-اسعداباد (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): په خوست ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو دريو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، بلخوا په کونړ کې د يوه ښوونځي سر ښوونکى ټپي شوى دى.
د خوست ولايت د مقام له خوا د مرغومي په ٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د خوست-ګردېز پر لويه لاره د دوه منده ولسوالۍ اړوند ساحه کې د ملي اردو پر يوه موټر چاودنه شوې ده.
سرچينې زياته کړې، په دې چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور تپيان شوي، چې روغتون ته ولېږدول شول.
د خوست ولايت مقام دغه چاودنه غندلې ده.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې د يوې چاودنې له امله د يوه ښوونځي سر ښوونکى او يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى دى.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بهراباد په سيمه کې شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې ټپي شوى سر ښوونکى او پوليس روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کونړ د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني پژواک اژانس ته وويل، چې ټپي سر ښوونکى د نجونو په يوه منځني ښوونځي کې دنده لرله.
وسله والو طالبانو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه کې ګڼ شمېر سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.