Language

بلخ مېشتي د ولسي پوليسو له کړنو خوښ دي

مزارشريف (پژواک ٥ مرغومى ۹۲): د بلخ ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ولسي پوليسو له جوړښتونو خوښ دي.

د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د دغه ولايت د دريو ولسواليو (دهدادي، خُلم او نهرشاهي) د ولسي پوليسو د جوړښتونو د کړنو د ارزونې په اړه، نن د امنيتي مسوولينو او عامو خلکو ګډه غونډه وشوه.

په بلخ ولايت کې له ۲۰۱۰ کال څخه راهيسې پر سيمه ييزو پوليسو سربېره د ولسي پوليسو جوړښتونو هم د سيمې د امنيت په موخه فعاليت پيل کړی، چې تر دې دمه په خلم، نهرشاهي، چارکند او دهدادي کې ولسي پوليس د کليو د ملکانو له خوا جوړ شوي د ځوانانو جوړښتونه دي، چې د دولت له خوا وسله وال کېږي او د سيمې د امنيت په موخه کار کوي.

د مرغومي په ۵مه په نهرشاهي ولسوالۍ کې د ولسي پوليسو د ارزونې د غونډي يوه سمبالوونکي او د مدني بنسټونو د ټولنې عمومي مسول قادر بهمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې دمه په بلخ ولايت کې ولسي پوليسو د سيمې د امنيت، د دولت او د خلکو تر منځ د ستونزو په هوارولو کې ښه رول لوبولى دى.

ده زياته کړه، ولسي پوليس د خلکو په خوښه د خلکو او دولت تر منځ د پول په توګه جوړ شوي جوړښتونه دي، چې په سيمو کې د امنيت راوستو په موخه کار کوي.

د هغه په وينا، په تېرو څو کلونو کې دغه جوړښتونو د عامو خلکو او دولت تر منځ ډېرې ستونزې هوارې کړې دي.

د خلم ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي بسم الله چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، وويل، له دې مخکې يې داسې کومه مرجع نه لرله، چې په مستقيم ډول له دولت سره خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړي.

د ده په خبره، اوس دوی د خپلې سيمې هر ډول ستونزې له ولسي پوليسو سره شريکوي او له دې لارې له دولت سره د دوی همغږي پيدا کېږي.

خو د سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، ولسي پوليس بايد په پوره توګه د امنيتي ارګانونو په ولکه کې وي، تر څو له شته وسلو ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي قربان پژواک ته وويل: ((دا سمه ده چې دغه پوليس په خپله خلکو ټاکلي دي او دولت ورته وسلې ورکړې دي، خو په دې وطن کې دا څو کاله جنګ تېر شوی، په هېچا باور نه دی په کار؛ امنيتي ارګانونه بايد د ولسي پوليسو څار وکړي، چې د امنيت لپاره پورته شوی ټوپک ناامني پيدا نه کړي.))

نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه ولسي پوليسو ښه پايله ورکړې ده، خو که خپل سر ته پاتې کړای شي، نو د سيمې د ناامنۍ لامل هم ګرځېدی شي.

خو د دهدادي ولسوالۍ امنيه قوماندان محمداصف پژواک ته وويل، چې ولسي پوليس د سيمې له ځوانانو څخه د سيمې د مشرانو په خوښه جوړ شوى جوړښت دی، چې دولت سره مرسته وکړي.

دى وايي، امنيتي پوليس د سيمو د امنيت د خوندي ساتلو په موخه کار کوي او عام خلک بايد د دوی ملاتړ وکړي، چې له وخته مخکې د ناوړه هڅو مخه ونيولی شي.

د غونډې تنظيموونکي او د مدني بنسټونو د ټولنې عمومي مسول قادر بهمن وويل، په پام کې ده، په ۲۰۱۴ کال کې د بلخ ولايت په چمتال او چهاربولک ولسوالۍ کې هم د ولسي پوليسو ځواک رامنځته شي.

 

Related Topics