جلال اباد (پژواک٥مرغومى٩٢): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د ننګرهار د صنايعو څو ورځنى نندارتون او کنفرانس پرانيستل شو.
ياد نندارتون او کنفرانس چې نن د مرغومي په ٥مه، د شېرزي لوبغالي کې د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړ ادارې (ايسا) له لوري جوړ شوى و، په کې د هېواد له مرکز سربېره د بېلابېلو ولاياتو سوداګرو او چارواکو ګډون کړى وو.
په دې نندارتون کې لسګونه ډوله بېلابېل هغه توکي، چې ډېرى يې په ننګرهار کې توليد شوي وو، نندارې ته وړاندې شول.
د پانګې اچونې ملاتړ ادارې مشر وفي الله افتخار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ياد نندارتون څخه يې اصلي موخه د کورنيو توليداتو پېژندنه او بازار مونده وه.
دى وايي، په هېواد کې دننه توليدات نوي دي، نو ډېرى خلک ورسره نابلده دي؛ دا ډول نندارتونونه به په اسانۍ سره وکولى شي، چې له يوې خوا توليداتو ته بازار موندنه وکړي او له بله خوا به خلکو ته ور وپېژندل شي.
ده وويل: ((زموږ د توليداتو کيفيت ډېر ښه دى، خو خلک پرې خبر نه دي.))
نوموړي د ختيځې سيمې پر ټولو اوسېدونکو غږ وکړ، چې په ياد نندارتون کې چې څو ورځې به نور هم دوام وکړي، ګډون وکړي او وروسته له دې له کورنيو توليداتو ګټه واخلي.
افتخار زياتوي، د دوى لومړنۍ موخه په هېواد کې د صنعت وده ده، ترڅو د صنعت په پرمختګ سره له بهرنيو توکو څخه مخنيوى وشي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي، پژواک خبري اژانس ته له ياد نندارتون څخه خوښي وښوده او ويې ويل، چې دا ډول کنفرانسونه او نندارتونونه به له صنعتکارانو او سوداګرو سره د هغوى د کارونو په پرمختګ کې مرسته وکړي.
دى وايي، حکومت په دې وروستيو کې يو شمېر پلانونه په لاره اچولي وو، چې له مخې يې اوس غير الکولي مشروبات له هېواده بهر ته لېږدول کېږي.
ده زياته کړه: ((تعرفه مو پرې جګه کړه او اوس زموږ صنعتکاران په خپله تقويه شول.))
نوموړى وايي، که چېرې له سوداګرو او صنعتکارانو سره د دولت ملاتړ موجود وي، نو په ډېرې اسانۍ سره وده کولى شي.
دى هم پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې په ننګرهار کې دې له ياد څلور ورځني نندارتون څخه چې لسګونه قلمه توکي په کې موجود دي، ليدنه وکړي او په راتلونکي کې ترې استفاده وکړي.
د اقتصاد وزارت مرستيال مزمل شينوارى هم د ياد نندارتون په جوړېدو خوښي ښيي او زياتوي، چې نندارتون به د صنعتکارانو د توليداتو د بازار لپاره ډېره ګټه ورسوي.
نوموړى وايي: ((تر هر څه مهمه برېښنا ده او هر کله چې صنعتي پارکونه جوړ شول، نو بيا کولى شو چې صنعت ته پراختيا ورکړو.))
د ولسي جرګې غړي امير خان يار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د صنعت پر وړاندې نا امني بهانه نه شي کېدلى.
دى وايي، صنعتکاران بايد له يوې خوا هم ونه ځورول شي، ترڅو د افغانستان صعنت په خپلو پښو ودرېږي.
ده وويل: ((د ننګرهاري صنعتکارانو لپاره دا يو ښه فرصت دى، بايد خپلو توکو ته بازار موندنه وکړي.))
د مشرق کولا غير الکولي مشروباتو شرکت استازي رووف د ياد نندارتون په جوړېدو سره خوښي وښوده او ويې ويل، چې د ياد نندارتون له لارې کولى شي خلکو ته افغاني غير الکولي مشروبات ور وپېژني.
نوموړي وويل: ((خلک به پوى شي، چې پاکستانۍ فانتا څښي، ولې په افغانستان کې جوړه نه څښي، چې هم يې کيفيت ښه وي او هم ارزانه وي.))
رووف پر اړوندو ادارو غږ وکړ، چې دا ډول نندارتونونه دې په نورو ولاياتو کې هم پر لاره واچوي، چې خپل توليدات په کې نندارې ته وړاندې کړي.
ياده دې وي ، چې دغه نندارتون به درې ورځې نور هم دوام وکړي، چې زرګونه کسان به په کې ګډون کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP