Language

“په کويټه کې د زابل د طالبانو يو قوماندان وژل شوى”

کلات (پژواک، ٥ مرغومى ٩٢): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان د پاکستان په کويټه ښار کې د وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.

دد ې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د مرغومي په ۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه قوماندان ملا نورالله نومېده، چې نن غرمه د کويټې ښار د پښتون اباد په سيمه کې د خپل کور مخ ته په ډزو وژل شوى دى.

د ده په خبره، ملا نورالله په زابل کې د وسله والو طالبانو يو شمېر ډلې رهبري کولې او د ده په وژنې سره به د هغوى په فعاليتونو کې هم کمى راشي.

د دې ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک اژانس ته وويل، چې ملا نورالله د دې ولايت د سيوري ولسوالۍ اوسېدونکى او د طالبانو د کويټې شورا غړى و.

سرچينې زياته کړه، نوموړى همدارنګه په زابل ولايت کې د طالبانو له خوا د جلب او جذب د کمېټې مسوول و، چې نن غرمه ۱۲ بجې په پښتون اباد سيمه کې هغه مهال د وسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو، کله چې له خپل کور څخه دباندې راووت.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم له ځان سره ولري، خو هغوى تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.