ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايبک_ خرم او سارباغ ولسوالۍ سړک ورغول شو

author avatar
28 Dec 2013 - 16:27
author avatar
28 Dec 2013 - 16:27

مزارشريف (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): په سمنګانو ولايت کې د ۴۰ کيلومتره سړک د جوړونې او پرې له جغل اچونې سره يې د خرم او سارباغ ولسوالۍ د دغه ولايت له مرکز ايبک ښار سره ونښلول شوه.

د دغه ولايت د فوايد عامې رييس انجنير ضيا همايون د مرغومي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد سړک د ۱۶ ميليونه او ۸سوه زره افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زياته کړه، چې دغه سړک د فوايد عامې وزارت په لګښت د تېر يو کال په موده کې جوړ کړای شو.

د هغه په وينا، دغه سړک ۴۰ کيلومتره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، چې د خرم او سارباغ ولسوالۍ يې د ولايت له مرکز ايبک ښار سره ونښلوله.

د فوايد عامې رييس انجنير ضيا وويل، چې د ياد سړک په جوړېد د خرم او سارباغ ولسوالۍ د لسګونو کليو زرګونه کورنيو د ژوند لومړنۍ ستونزې حل شوې.

د ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي محمدجعفر پژواک ته وويل، چې د ياد سړک له امله دوی په ډېره ستونزه د ولايت مرکز ته تګ راتګ کاوه.

نوموړي زياته کړه، چې پخوا د يادې ولسوالۍ او د ولايت د مرکز تر منځ سړک نه، بلکې عامې لارې وې، چې په ژمي او اوړي کې پرې تګ راتګ ستونزمن و.

د هغه په وينا، د تېر کال د سېلابونو له امله د خرم او سارباغ ولسوالۍ لاره اوبو يوړه، چې د تر ډېرو ورځو يې له مرکز سره تګ راتګ بند و.

د فوايد عامې رييس وويل، چې له ياد سړک څخه د روی دو اب ولسوالۍ اوسېدونکي هم ګټه اخلي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد دين پژواک ته وويل، چې د ياد سړک له لارې اوس دوی په اسانه د ولايت مرکز ته ځان رسوي.

نوموړي زياته کړه، چې خرم او سارباغ ولسوالۍ د سړک په جوړېدو سره د دوی څو ساعته مزل لنډ شو.

د يو بل خبر له مخې، د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو کې د يوه منار چارې بشپړې او پرانيستل شو.

د والي وياند ميرويس ميرزکوال پژواک ته وويل، چې د پستې په نوم دغه منار د قلعه نو په څلورلارې کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې پر دغه منارر يو ميليون افغانۍ لګښت راغلى او چارې يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د والي وياند دغه راز وويل، چې د دغه ولايت د مرکز قلعه نو او سنګ اتش سيمې تر منځ د ٢٥ کيلومتره سړک د جوړولو چارې هم پيل شوې، خو د لګښت په اړه يې معلومات ورنه کړل.

دغه راز د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي، چې دوى هم په نوي کال کې د يو شمېر سړکونو د جوړولو پلان لري.

د هرات ښاروال محمدسليم تره کي پژواک ته وويل چې په روان کال کې يې د ٥٢ کيلومتره سړکونو د جوړولو چارې پيل کړې وې چې ٧٥ سلنه يې بشپړې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د پاتې شل کيلومتره نورو سړکونو جوړولو سره به د هرات ښار ټول سړکونه پاخه شي.

ذبيح الله احساس او شرف الدين ستانکزى

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.