Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار د پوهنې رييس خوشې شوى

تالقان (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): د تخار ولايت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د پوهنې رييس له يوې اونۍ ورکېدو وروسته پيدا شوى، خو ده ته نږدې کسان ادعا کوي، چې نوموړى ناپېژانده وسله والو برمته کړى و.

د تخار د پوهنې رييس نجيب الله کامران د مرغومي مياشتې په لومړۍ نېټه له خپلو دوو ملګرو سره ورک شوى و.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي، چې کامران تېر مازديګر  له يوه نا معلوم ځاى څخه موندل شوى او همدا اوس په کابل کې په پوهنې وزارت کې دى.

تيمور د هغه د ورکېدو او پيدا کېدو د ځاى په اړه معلومات ورنه کړل، خو پژواک خبري اژانس ته يې وويل ، لاسته راغلي معلومات يې همدومره دي، چې د پوهنې رييس موندل شوى او اوس په کابل کې دى.

هغه څرګنده کړه، چې ډېر ژر به د هغه د ورکېدو په اړه ټول معلومات د رسنيو په واک کې ورکړي.

خو د پوهنې رييس ته يوې نږدې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې د پوهنې رييس تېره اونۍ  کله چې له خپلو دوو ملګرو سره د کابل پر لور روان و، د ناپېژانده وسله والو له خوا د کندوز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې برمته شو.

د سرچينې په وينا، د پوهنې رييس څو ورځې د بغلان په مربوطاتو کې له خپلو ساتونکو سره ساتل کېده، چې تېره ورځ را خوشې شوى دى.

تر دې وړاندې د کندوز ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس انجنير شفيق الله علميار هم له بغلان څخه کندوز ته د تګ پر مهال د مرکزي بغلان په مسجد سفيد سيمه کې برمته شو، د ده  ورور پر همدې مهال ووژل شو، خو خپله دى ١١ ورځې وروسته د تښتوونکو له خوا ووژل شو.

د ويلو ده،  چې تر دې وړاندې د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحنان قطعني د پوهنې رييس د تښتونې موضوع رد کړې وه او د تخار د پوهنې رياست له ١٣ کار کوونکو  څخه يې د هغه د ورکېدو په اړه د معلوماتو اخيستو خبر ورکړى و.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.