Language

د محلي پوليسو يو سرګروپ ووژل شو

چاريکار( پژواک ٧ مرغومى ٩٢):د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په مرکز کې د محلي پوليسو يو سرګروپ ملا محمد په ډزو ووژل شو.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمدمعصوم مجددي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملا محمد تېره ورځ نږدې غرمه مهال ، د ولسوالۍ د ودانۍ په شاوخوا ٥٠ مترۍ کې يوتن د تومانچې پر ډزو وواژه.

ده وويل، چې پر ملامحمد بريدکوونکى له سيمې په تېښته بريالى شو.

د سياه ګرد ولسوال محمد سعيد صديقي هم د محلي پوليسو د دې سرګروپ وژل تاييدوي او وايي، چې بريدکوونکى په بازار کې له ګڼې ګوڼې په ګټې اخيستو په تښته بريالى شوى، خو پوليسو يې د موندلو او نيولو هڅې پيل کړې دي.

په سياه ګرد کې د محلي پوليسو قوماندان شين ګل شرعي وايي، چې ملا محمد له دوو کلونو راهيسې په سياه ګرد کې د محلي پوليسو د ٣٠ کسيزې ډلې قوماندان و.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ملا محمد د دوى کسانو وژلى دى.

هغه ادعا کوي، چې محلي پوليسو د ياد شوي سرګروپ تر وژل کېدو وروسته د خلکو پر کورونو ډزې وکړې ، چې له امله يې يو تن کليوال ټپى شو .

خو ځايي چارواکي او محمدمعصوم مجددي وايي، چې د خلکو پر کورونو ډزې نه دي شوي او نه هم څوک ټپيان شوي دي .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.