چاريکار (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): يو شمېر کسانو د پروان په کوه صافي ولسوالۍ کې د لاريون په ترڅ کې له دولت څخه وغوښتل ، چې هلته د کرومايټ ډبرو کان د استخراج په بدل کې دې د بيارغونې چارو ته پاملرنه وکړي.
د لاريون ګډونوال او د کوه صافي د پراختيايي شورا مشر اميرجان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاوخوا ٣٠٠ تنو ځکه نن له غرمې مخکې لاريون کړى، چې د کوه صافي په ګداخېلو سيمه کې د کرومايټ ډبرو کان په ناقانونه توګه د يوه شرکت له خوا استخراجېږي.
ده وويل، دغه کار په داسې حال کې تر سره کيږي ، چې په دې ولسوالۍ کې د بيا رغونې چارو ته هم پاملرنې نه ده شوې ، سړکونه نه دي جوړ شوي او خلک يې برېښنا هم نه لري.
د هغه په وينا، دولت که په دې ولسوالۍ کې کانونه استخراجوي، نو بايد د دې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو لرې کولو ته هم پاملرنه وکړي او په خپلو لومړيتوبونو کې يې ونيسي.
ده چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل، چې که دولت يې د ستونزو لرې کولو ته پام ونه کړي، نو دوى به د کرومايټ ډبرو د کان د استخراج مخه ونيسي.
خو د پروان د کانونو مشر عبدالاحد پژواک ته وويل، چې د کانونو وزارت د ياد کان د استخراج تړون له هېوادوال شرکت سره کړى او د دغه کان استخراج په قانوني توګه ترسره کېږي.
دغه راز د پروان د سکتوري چارو مشر محمد طاهر وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې سلګونه پروژې پلې شوي، ، ښوونځي او کلينيکونه جوړ شوي دي.
دى وايي، ټاکل شوې چې شاوخوا شل ورځې وروسته هلته د نورو پروژو تړونونه هم لاسليک شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP