مزارشريف ( پژواک ٧ مرغومى ٩٢ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په داسې حال کې د سينما نړيواله ورځ ونمانځل شوه، چې په دغه ښار کې هېڅ سينما شتون نه لري.
دغه نمانځنه د مرغومي په ۷مه، په ميديوتيک دفتر کې د بلخ د سينما ګرانو ټولنې له خوا ونمانځل شوه، چې د بلخ ولايت د سينماګرانو په ګډون پکې د مدني ټولنو لسګونو غړو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه.
د يادې نمانځنې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته د بلخ ولايت بېلا بېلو سينما ګرانو وويل، چې په دغه ولايت کې د سينمايي فعاليتونو د ودې په موخه دولت هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.
د بلخ دسينماګرانو دټولنې مشر حبيب مصطفی پژواک اژانس ته وويل، چې په افغانستان کې دسينما حالات ښه و؛خو د تېرو څوکلونوجنګونو له امله سينمايي فعاليتونه کمرنګه شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو دوولسو کلونو کې د فرهنګ په نورو برخو کې ښه پرمختګ شوی؛ خودسينماپه برخه کې هېڅ ډول فعاليت نه دی شوی.
هغه زياته کړه :((نه حکومت، نه داطلاعات او فرهنګ وزارت او نه سوداګرو دسينما د پرمختګ په برخه کې هېڅ نه دي کړي.))
نوموړي زياته کړه، چې بايد په هېوادکې د سينما د پرمختګ په موخه دسينما اکاډمي رامنځته شي،چې دسينما په ټولو برخوکې کسان وروزل شي.
د هغه په وينا، څو ځلې له دولت څخه دسينما دپرمختګ په برخه کې غوښتنې شوي؛ خومثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.
دبلخ دسينماګرانودټولنې غړي غفورعرفاني وويل، چې ددولت له خواپه بلخ کې دسينمااوسينماګرانودفعاليت اوپرمختګ په برخه کې هېڅ فعاليت نه دیشوی.
په بلخ کې د افغان فلم يوې کارکوونکې شهلا وويل، چې لا هم په افغانستان کې سينماګرانو ته په ښه نظر نه کتل کېږي.
نوموړې زياته کړه، چې خوشاله ده، له خپل مېړه او دوه لورګانو سره په سينما کې کار کوي.
خو شهلا وويل: ((د سينما په برخه کې د هر چا او په ځانګړې توګه د ښځو مشکل دغه دی، چې څوک په سينما کې کار وکړي، نو په ډېر تمسخر ورپسې ويل کېږي، چې فلانۍ په سينما کې کار کوي.))
د بلخ د ميديوتيک دفتر مسوول محمد صابر نقشبندي پژواک ته وويل، چې دوی د سينما د نړيوالې ورځ د نمانځنې تر څنګ هڅه وکړه، چې د بلخ سينماګران راټول او تشويق يې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ سينماګرانو سره نه دولت او نه هم سوداګرو مرسته کړې ده.
د هغه په وينا، د سينما د پرمختګ په برخه کې د دولت جدي پاملرنې ته اړتيا ده او سوداګرو ته پکار ده، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
که څه هم په بلخ کې دم ګړۍ کومه سينما نه کوي؛ خو د دغه ولايت په مرکز مزراشريف ښار کې کلونه وړاندې د بلخ سينما تياتر او مزار نندارې په نامه دوه سينماګانې وې، چې له منځه وړل شوې دي.
د بلخ د سينما ګرانو د ټولنې مشر حبيب مصطفی وويل، چې مزار نندارې هېڅ شتون نه لري او د بلخ سينما تياتر ودانۍ کې د سپورټ کلپ جوړ شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو ستونزو سربېره هر کال په بلخ کې يو دوه لنډ سينمايي فلمونه جوړېږي.