Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بدخشان کې د طبيعي پېښو زيانمن نورو ځايونو ته لېږدول کېږي

 فيض اباد (پژواک ٧ مرغومى ٩٢): د بدخشان ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت ٥٠زره کورنۍ د طبيعي پېښو له خطر سره مخ دي او له دې اړخه له ډېرو ګواښ سره د مخ کورنيو د لېږد وړانديز امنو سيمو ته شوى دى.

 بدخشان د هېواد له سرحدي او غرنيو ولايتونو دى، چې هر کال د طبيعي پېښو لکه زلزلې، نېزونو، واورينو توپانونو، واورې ښويېدنې، ځمکې او غر ښويېدنې څخه ګڼ مالي او ځاني زيانونه اوړي.

 له دې امله د دغه ولايت تر ټولو زيانمنې سيمې له ارغنچخواه، راغستان، شکي، نسي، دروازه ها، راغها، شغنان، تګاب، کشم، درايم، وردوج بهارک او يفتل پايين دي.

 دوه کاله وړاندې په شُکي او نُسي ولسواليو کې د واورې ښويېدنو له امله ٤٠ تنه او په تېر کال ژمي کې بيا په يفتل او درايم ولسواليو کې ١٠ تنو خپل ژوند له همدې امله له لاسه ورکړ.

 که څه هم د غونډيو او غرونو لړزه له ځان سره مرګ ژوبله نه لري، خو د کورنيو ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ کاوه، چې له همدې امله يې په خوندي سيمو کې د ځاى پر ځاى کېدو غوښتنه کوله.

 د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي، چې سږ کال يې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې ته يوه طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به يې پنځوس زره کورنۍ، چې ژوند يې تر ډېره له خطر سره مخ دى، نور ځايونو ته کوچ کوي، څو د طبيعي پېښو له خطرونو خوندي وي.

 نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې طرحې له مخې، هغه کورنۍ چې تر نورو زياتې د طبيعي پېښو له خطر سره مخ دي، د بدخشان دننه او له دې پرته په ګاونډيو ولايتونو لکه تخار، کندوز او بلخ کې ځاى پر ځاى کېږي.

 نوموړى وايي، چې د بدخشان په نورو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو کې زياتې دښتې شته چې دا کورنۍ هلته ورلېږدول او خوندي شي.

 د بدخشان والي زياته کړه، چې له بلې خوا د دغو ولسواليو ډېرى نښلوونکې لارې د ژمي په موسم کې تړل کېږي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وي، که چېرې نورو ځايونو ته ولېږدول شي، نو دا ستونزه به هم حل شي.

 اديب وويل، چې دوى خوراکي توکي د اشکاشم حوزو او دروازه ها ولسوالۍ له لارې د نسي او ياوان ولسواليو او د تاجکستان په خاروق ولايت کې د خوراکي موادو د کمښت مخنيوي په خاطر ځاى پر ځاى کړي دي.

 هغه په ډاګه کړه، چې تېر کال هم د ژمي په موسم کې د ولسواليو ځيني اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شول، چې د ملي دفاع وزارت دوو چورلکو د هوا له لارې خوراکي توکي ور ولېږدول.

 د سرحدي ولسواليو ځيني اوسېدونکي د ځاى د بدلون او لېږد له امله خوښي څرګندوي، خو وايي دولت بايد په هغو نوو سيمو کې چې دوى په کې مېشت کېږي، له دوى سره مرسته وکړي.

 د شغنان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ميرعلي پژواک ته وويل: ((هر کال د ژمي په موسم کې زيات وېرېږو، چې خداى مه کړه واوره ښويېدنه مو لاندې نه کړي او خپلوان مو ونه مري.))

 د ده په وينا، چې تېر کال ١٥ ځوانان فيض اباد ته د کانکور ازموينې ورکړې ته تللي وو، چې د راستنېدو پر مهال په لاره کې د واورې توپان او واورې ښويېدنې راګير کړل، چې په سختۍ وژغورل شول، خو ځينو يې د يخ وهنې له امله خپل لاسونه او پښې له لاسه ورکړل.

 همدارنګه ميرعلي بېګ زياته کړه: ((موږ خوښ يو چې بل ځاى ته کډه وکړو، خو داسې نه چې حکومت بيا هم د اوس غوندې له موږ سره مرسته ونه کړي.))

 د دې ترڅنګ فيض اباد ته څېرمه په تيرګني سيمه کې د غره لمنې احتمالي ښويېدنې لسګونه کورنۍ له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.

 يو ځايي استوګن عبدالصمد وايي، چې نږدې ١٣٠ کورنۍ په دې سيمه کې استوګنه لري او ٤٠ نورې بيا د غره له ښويېدنې سره مخ دي.

 د بدخشان والي وايي، چې له دې سيمې پرته د امو او کوکچې سيند هم ځيني کورونه په ولسواليو کې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ کړې، چې اوسېدونکي يې د لېږد په پلان کې راځي.

 هغه زياته کړه، چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د دوى طرحې ته په يوه ځوابيه مکتوب کې ويلي، چې د بدخشان ولايت چارواکو يو پلاوى دې له زيان لېدونکو سيمو نه ليدنه وکړي او د دې سروې دې وکړي، چې تر خطر لاندې ځايونه په ګوته شي او دولت به وروسته د دوى لپاره په نورو ساحو کې تصميم ونيسي.

 بدخشان والي زياتوي، چې د المان د پراختيايي همکاريو موسسې په ځينو سرحدي ولسواليو کې کورنيو ته د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړى او دوى پوهول کېږي، چې په کومو سيمو کې د کورونو او کلو له جوړولو ډډه وکړي.

 د نوموړي په وينا، د دې وړانديز شوې طرحې پر بنسټ په ټولو ولسواليو کې د خوراکي توکو کوچني ګودامونه او په زيانمنو سيمو په ځانګړي ډول له شېوې څخه د شغنان تر لارې کې د امن خوندي کورونه رامنځته کېږي، د دې تر څنګ به بېړنيو حالاتو ته د لاسرسي لپاره د ژغورنې ډلې رامنځته شي، خو د دې ټولو کارونو د عملي کېدو لپاره د لوړ پوړو دولتي چارواکو همکاري غواړي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.