Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د کرکټ په دویمه لوبه کې هم تاجکستان ته ماتې ورکړه

کابل ( پژواک ۸ مرغومی ۹۲ ) : دافغانستان د کرکټ الف لوبډله په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم د تاجکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د مرغومي په ۸ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه نن د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

هغه زیاته کړه چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې لوبه وړه، افغانستان په ټاکل شویو ۴۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۰ منډې وکړې.

دافغانستان له لوري نجیب الله تره کي ۱۱۸ او جاوید احمدي ۱۰۱ منډې وکړې، د تاجکستان له لوري ضیاالحق او  منور دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هوتک وایي چې د تاجکستان لوبډله په ۴۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۴ منډې وکړې، او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۰۶ منډو په توپیر سره وګټله.

تر دې مخکې افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم تاجکستان ته ماتې ورکړې وه، دریمه شل اووریزه به د سه شنبې په ورځ ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.