Language

چاريکار (پژواک، ٨ مرغومى٩٢): د افغان ځواکونو او مخالفينو ترمنځ د جګړې پرمهال د ښوونځي د يوه زده کوونکي د وژل کېدو په اعتراض، د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو لاريون وکړ.

د لاريون يوه ګډونوال، سميع الله پژواک ته وويل ،چې نن مازديګر د ملى اردو د ځواکونو په ډزو کې د تګاب ولسوالۍ د نوروزخېلو په سيمه کې د محب الله په نوم يو ١٥ کلن هلک، چې د اووم ټولګي زده کوونکى و، ووژل شو.

سميع الله وايي، چې د سيمې اوسېدونکي ددې هلک پر وژل کېدو سخت په غوسه شول او شاوخوا څلور بجې يې په همدې سيمه کې د يو نيم ساعت لپاره لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د وژل شوي هلک جسد له ځان سره درلوده  او د افغان امنيتي او بهرنيو ځواکونو پر ضد يې شعارونه ورکول.

د لاريون يوه بل ګډونوال محمد حامد پژواک ته وويل:” امنيتي ځواکونه د دې پرځاى چې د خلکو ساتنه وکړي او امنيت يې تامين کړي، خلک وژني او پر خلکو ظلم کوي.”

د کاپيسا والي محراب الدين ساپي د دغه ١٥ کلن هلک وژنه تاييدوي، خو وايي چې نوموړى د امنيتي ځواکونو او مخالفينو په نښته کې وژل شوى دى.

دى وايي، دا لانه ده جوته چې دا هلک د چا پر ډزو وژل شوى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.