Language

څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

هرات ښار (پژواک ٨ مرغومى ٩٢): په هرات ولايت کې د ماين د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او درې نور ژوبل دي.

په هرات کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال محمد جمعه عديل د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه تېر مازديګر د شينډنډ ولسوالۍ د کلاته نظر په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه د سرحدي پوليسو پر يوه موټر د ريموټ کنټرول په وسيله شوې چې له امله يې درې پوليس ټپيان شوي دي.

خو د شينډنډ ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده پېښه کې يو پوليس وژل شوى هم دى.

د يو بل خبر له مخې، د هرات د ملي امنيت ادارې له خوا ١٥٠ ميله وسله ډاياګ ته سپارل شوې ده.

د يادې ادارې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسلې له تېرو دريو مياشتو راهيسې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ترلاسه شوې دي.

سرچينه زياتوي، چې په وسلو کې کلاشينکوفونه، پيکا، راکټونه او نورې شاملې دي.

Related Topics