Language

اويا سلنه ناروغۍ له ناپاکو اوبو رامنځته کېږي

کندوز (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د اوبو رسونې او کاناليزاسيون عمومي رياست د څښاک اوبو د چمتو کولو په برخه کې د المان د ٧٠ ميليونه يورو د مرستې خبر په داسې مهال ورکوي، چې اويا سلنه ناروغۍ د ناپاکو اوبو له څښلو پيدا کېږي.

د اوبو رسونې او کاناليزاسيون عمومي رييس انجنير دادمحمد بهير د ناروغيو د زياتېدو بل لامل د ژوند چاپېريال ککړوالى وښود او ويې ويل چې له همدې امله هندوستان هر کال دغه هېواد ته د ناروغو افغانانو د ورتګ او درملنې له درکه ١٢ ميليونه ډالر عايد لري.

نوموړى چې په کندوز کې يې د اوبو رسولو او کاناليزاسيون د سمې کارونې په اړه يوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، زياته کړه: ((د هر کال په تېرېدو سره د هېواد اوبيزې زېرمې وچېږي او موږ د اوبو او واورې په اوبو تکيه کوو.))

بهير زياته کړه، چې المان په شمال او شمال ختيځ کې نږدې ٧٠ ميليونه يورو د څښاک پاکو اوبو د چمتو کولو په برخه کې مرسته کوي او ټاکل شوې چې زياته برخه به يې په کندوز کې ولګول شي.

نوموړى وايي، چې نړيوال بانک د اوبو رسولو شبکې د پراختيا او څښاک، د اوبو چمتو کولو لپاره، نږدې ١٢٠ ميليونه ډالر مرسته کوي، چې ټاکل شوې دا پيسې د هېواد په سوېلي ولايتونو کې ولګول شي.

د اوبو رسونې او کاناليزاسيون عمومي رييس څرګنده کړه، چې دوى له مرستندويه هېوادونو نږدې ٨ ميليارده ډالر د خلکو د زيات پوښښ لپاره غوښتي او ټاکل شوې چې تر راتلونکو کلونو ټول ولايتونه د اوبو رسونې تر پوښښ لاندې ونيول شي.

په ورته وخت کې بيا د کندوز ولايتي شورا ځينې غړي د اوبو د بيو د لوړوالي په اړه اندېښنه لري.

په دې ناسته کې د کندوز د ولايتي شورا غړي محبوب الله محبوب وويل، چې په وروستيو کلونو کې د يوه متر مکعب اوبو بيه له ٦ افغانيو ٢٦ افغانيو ته اوچته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د کندوز ډېرى اوسېدونکي د اوبو د بيو له لوړېدو شکايت کوي او دوى دا موضوع د اوبو رسونې له چارواکو سره شريکه کړې ده.

محبوب زياته کړه، چې د اوبو رسونې دغه بهير په لرو پرتو سيمو کې د ساري ناروغيو په کمښت کې مرسته کړې او د ډېرو ناروغيو خورېدو مخه يې نيولې ده، خو اړينه ده چې اړوند چارواکي د بيو په کمښت کې هم مناسب تصميم ونيسي.

د شمال خيتځ زون د اوبو رسولو او کاناليزاسيون رييس انجنير نجيب الله نجيب وايي، چې تېر کال د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې،د يوه مترمکعب بيه له ٥ افغانيو څخه تر ٢٥ افغانيو ته پورته شوې او دا پيسې د جنراتور ډېزلي برېښنا د صرفيې، تخنيکي عوراضو او د اوبو رسونې پرسونل د تنخواوو په سبب اوچته شوې دي.

نجيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال د کندوزښار ٩٠ سلنه برخه د اوبو رسونې تر پوښښ لاندې راغلې، چې ددې ولايت شپږ ګونې ولسوالۍ به تر څو راتلونکو کلونو پورې به بشپړ ډول تر پوښښ لاندې راشي.

Related Topics