غزني ښار (پژواک ۹ مرغومی ۹۲) تېره شپه ناوخته د غزني د زاړه ښار په سيمه کې د لاسي بم د چاودنې له امله يوه مور له خپلو دوو ماشومانوسره ټپي شوې ده.
د غزني امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله انصافي د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د زاړه ښار په سيمه کې ماشومانو په يوه کور کې پر لاسي بم لوبې کولې چې پرې وچاودېد.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې دوه ماشومان او مور يې ټپي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
انصافي وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې، چې په دغه کور کې لاسي بم له کومه شوى و.
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت وايي چې دوی ته د شپې يوه مېرمن او دوه ماشومان په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
همت وايي، چې ماشومان ښه دي، خو د مېرمنې روغتيايي حالت نازک دی.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه کور ته د نامعلومو کسانوله لوري لاسي بم اچول شوی، د سيمې يوه اوسېدونکي جمشېد پژواک ته وويل: ((دغه زموږګاونډۍ ده، هېڅ کومه رسمي دنده نه لري، غريب سړی دى، خو د شپې يې کور ته لاسي بم اچول شوى دى.))
خو چارواکي بيا دا خبره نه مني او وايي، چې دغه لاسي بم په همدې کور کې موجود وو.