لښکرګا(پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ګازډبې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ يوولس تنه ټپيان شوي دي.
په لښکرګاه کې د بست روغتون مشر ډاکټر نثاراحمد بارک د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن له غرمې وروسته يوه بجه د لښکرګاه ښار د صافيانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د عبدالباقي په نوم د يوه تن په کور کې په داسې حال کې شوې، چې د کورنۍ غړو يې له ګازو د بخارۍ لپاره کار اخيست.
د ده په خبره، چې له پېښې په راغلو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي چې يو ماشوم له درملنې وروسته رخصت شوى او پاتې لس تنه لا تر اوسه په روغتون کې دي.
دى وايي، چې په ټپيانو کې څلور ښځې اوه ماشومان دي، چې عمرونه يې له اتو کلونو کښته دي.
د يادولو ده، څلور ورځې وړاندې هم د لښکرګاه اړوند د بست کلا په سيمه کې د يوې کورنۍ شپږ تنه د ګازو او پټرلو د اور لګېدنې له امله مړه شوي وو.
د يو بل خبر له مخې، په غزني ولايت کې دوه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د غزني د قره باغ ولسوال فضل الرحمن سباوون پژواک ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د کابل-کندهار پر لويه لاره د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دوو ماين خښوونکو غوښتل چې پر لويه لاره ماين خښ کړي، چې په خپله پرې وچاودېد او دواړه ووژل شول.