جلال اباد ( پژواک ۹ مرغومی ۹۲ ) په ننګرهار ولایت کې د کرکټ د نارنج جام سیالیو په لړ کې د خوست او سرخرو ولسوالۍ لوبډلو خپلې لوبې وګټلې.
د شپږو لوبډلو په ګډون د نارنج جام کرکټ شل اووریزې سیالۍ د جلال اباد ښار اړونده د بهسودو پله د کرکټ په لوبغالي کې د لوبه کرکټ کلب ( ایل سي سي) لخوا پیل شوې دي.
د ایل سي سي مشر ضراب شاه ظهیر د مرغومي په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار په لومړي لوپه کې د خوست ولایت لوبډلې د عرب لاین لوبډلې ته ماتې ورکړه.
هغه زیاته کړه چې د عرب لاین لوبډلې تر پچې ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۷۳ منډې جوړې کړې، عبید ۵۹ او ساجد خان ۶۷ منډې وکړې، د خوست له لوري خالد او ابراهیم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د خوست لوبډلې یاد هدف په شلم اوور کې ددریو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
ظهیر وایي چې تر غرمې وروسته دویمه لوبه د سرخرود او عمر کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د چې د سرخرود په بریا پای ته ورسیده.
د عمر کلب لوبډلې په ۲۰ ا ورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۷ منډې کړې وې، سلیمان دولتزي ۸۶ او صبور۴۳ منډې وکړې، عمران او انعام الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د سرخرود لوبډلې یاد هدف په اوولسو اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، عابد ۷۷ او ۴۶ منډې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP