مزارشريف (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): په سمنګان ولايت کې څه باندې ۷۰۰۰ کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پای ته ورسېده.
د دغه ولايت د کرنې رياست مسوولين وايي، چې دغه لړۍ د روان کال په لړم مياشت کې پيل شوې وه، چې تر دې دمه يې ۱۷۷ ټنه، د غنمو اصلاح شوى تخم او ۱۲۰ ټنه کيمياوي سره زرګونو کروندګرو ته ورکړي دي.
د سمنګان د کرنې رييس انجنير محمداسلم دانا د مرغومي په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په شپږو ولسواليو او د ولايت په مرکز کې ۷۰۸۰ کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوى تخم او همداراز ۱۶۰۰ کروندګرو ته توره کيمياوي سره او سپينه کيمياوي سره وېشل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د غنمو په اصلاح شوي تخم کې ۱۳۷ ټنه د للمي او ۴۰ ټنه د اوبي ځمکو لپاره و.
د هغه په وينا، هر کروندګر ته ۲۵ کيلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کيلو ګرامه توره کيمياوي سره او ۵۰ کيلوګرامه سپينه کيمياوي سره ورکړل شوه.
د کرنې رييس وويل، چې دغه مرستې د المان هېواد د GIZ دفتر له خوا وشوې، چې د مرستو کره لګښت ورته معلوم نه دی.
نوموړي زياته کړه، چې د يادو تخمونو او کيمياوې سرې په ورکړې سره به په سمنګان ولايت کې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راشي.
د دره صوف بالا ولسوالۍ کروندګر نورالله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت له امله د اوبي ځمکو کښت سم نه وي.
نوموړي زياته کړه، د دې ولسوالۍ کروندګر هڅه کوي، چې د للمي ځمکو د کر له لارې د ژوند لومړنۍ اړتياوې پوره کړي.
د هغه په وينا، نن يې د للمي ځمکو د کر په موخه د للمي غنمو اصلاح شوی تخم ترلاسه کړ.
نورالله وويل، که چېرې کال باراني وي نو په تمه دی، چې د تېر کال د حاصلاتو په پرتله به ښه د غنمو ښه حاصل ترلاسه کړای شي.
د کرنې رييس محمداسلم وويل، چې دوی د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ په ټول ولايت کې له سروې څخه وروسته پيل کړه، چې اړو کروندګرو ته مرستې ورسېږي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی دغه چاره د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د کروندګرو د اقتصادي حالت د ښه والي په موخه ترسره کړه.