Language

چاريکار( پژواک ٩ مرغومى ٩٢): په پروان کې پر څلور سوه اړو کورنيو ژمني کالي او د سون او خوراکي   توکي ووېشل شول .

د پروان د کډوالو چارو رييس اقا شيرين خليل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه توکي د خوړو نړيوال سازمان او پاملرنې موسسې له خوا نن د دې ولايت په مرکز کې پر پنځوسو بېځايه شويو او ٣٥٠ بېرته راستنو شويو کورنيو وويشل شول.

سرچينې زياته کړه ، چې هرې کورنۍ ته  ٧ منه د سکړو ډبرې، ١٥٠ کيلو ګرام غنم، لس کيلو غوړي، يو د پخلنځي سيټ،يو د لومړنيو روغتيايي مرستو اړوند توکو سيټ، څلور جوړې د ماشومانو بوټونه، درې د ماشومانو لپاره جاکټونه ، دوه کمپلې، يو ترپال او يوه خېمه ورکړل شوي دي .

د هغه په وينا، د يادو کورنيو يو شمېر يې په خيمو او پاتې نور يې په کرايي او يا هم خپلو کورونو کې ژوند کوي.

مرستې تر لاسه کوونکي هم له يادې مرستې خوښ دي .

د پروان د مرکز اوسېدونکى علي احمد وايي، چې  شاوخوا دوه کاله مخکې يې له خپلې کورنۍ سره له ايران څخه راغلى او دا مهال په پروان کې مزدوري کوي.

هغه له اقتصادي ستونزو سر و ټکاوه او ويې ويل ، خوښ دى چې د مرستې ياد شوي توکي يې تر لاسه کړي دي .

ده له اړو کسانو سره د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه .   

دغه راز حسين خان ، چې نننۍ مرستې يې تر لاسه کړي، وايي، چې د قومي دښمنيو له امله له باميانو څخه پروان ته راغلى او په کرايي کور کې اوسيږي .

هغه چې کراچي واني کوي وايي، چې په سختۍ د خپل نهه کسيزې کورنۍ اړتياوې پوره کوي.

ده له تر لاسه کړې مرستې خوښي څرګنده کړه او ويې ويل : ” دا مرسته ډېره ښه شوه د څه وخت اړتيا مو پوره کوي ، هيله مو داده چې نورې مرستې هم راسره وشي . “

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.