تالقان(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٢): د تخار لايت د خواجه غار ولسوالۍ په يوه هټۍ کې د اور لګېدنه له امله درې ځوان هلکان مړه شوي دي.
د تخار والي وياند سنت الله تيمور، نن (د مرغومي ١٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه ١٢ بجې د خواجه غار په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې په ناڅاپي ډول د کلچه پخونې هټۍ اور واخيست.
هغه وويل، چې د اور له زياتېدو وروسته، پوليس ځواکونه سيمې ته ورسېدل او نورو هټيو ته يې د اور د پراخېدو مخه ونيوه.
هغه زياته کړه، د مړه شوو ځوانانو عمرونه تر ٢٠ کلونو ښکته او ټول د يوې کورنۍ غړي وو، چې په يادې کچه پزۍ کې بوخت و.
نوموړي څرګنده کړه، چې لا هم د دې اورلګېدنه لامل نه دى څرګند، خو په اړه يې څېړنې دوام لري.
د تخار والي د وياند په خبره، لومړنۍ څېړنې څرګندوي چې د هټۍ څښتن ته نږدې شپږ سوه زره افغانۍ زيان اوستى دى.
خو د تخار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالخليل اسير وويل، چې لګېدلي اور د دې هټۍ څنګ ته د استوګنې يوه کور ته هم سرايت کړى، چې له امله يې درې خونې سوځېدلې دي.
هغه زياته کړه، چې له دې پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او اور يې مړ کړ.
په تخار کې را منځته شوې اور لګېده ، د روان کال په اوږدو کې ورته لومړۍ پېښه ګڼل کېږي، خو تېر کال هم د تالقانو ښار د لرګيو پلورني په يوه مارکېيت کې اور ولګېد چې په پايله کې يې هټيوالو ته نږدې درې ميليونه افغانۍ زيات واوښت او لسګونه هټۍ د اور خوراک شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP