جلال اباد ( پژواک ١٠ مرغومى ٩٢ ) : د افغانستان د کرکټ الف لوبـډلې تاجکستان ته په درېيمه لوبه کې هم په ماتې ورکولو سره ددرېيو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله.
دادوه يو ورځنۍ لوبې او يوه شل اووريزه لوبه د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوال کرکټ لوبغالي کې په لاره اچول شوې وې.
د افغانستان کرکـټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د شل اووريزې لوبې پچه د تاجکستان ملي لوبـډلې وګټله او لومړى يې پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه ، چې تاجک لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٧ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٨ منډو هدف ورکړ.
د تاجکستان له لوري مراد علي په زړه پورې لوبه وکړه او ٨٦ منډې يې جوړې کړې، د افغانستان له لوري يمين احمدزي دوه تاجک لوبغاړي وسوځول.
هوتک وويل، چې د افغانستان الف لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په شپاړسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري شفيق الله ٧٤ ناسوځېدلې منډې او جاوېداحمدي ٣٦ منډې جوړې کړې. د تاجکستان له لوري احمد شاه د افغانستان درې لوبغاړي وسوځول.
شفيق الله ددې لوبې او جاوېد احمدي ددې ټولو سياليو غوره لوبغاړي اعلان شول.
د لوبې په پاى کې دافغانستان کرکټ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود، د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال ، ددفتر رييس حاجي معراج الدين، پخواني رييس او قومي مشر احسان الله کامه وال، د روداتو ولسوال او د نورو مسوولينو له خوا پر لوبغاړو او ددې سياليو پر تنظيموونکو تحفې او جايزې ووېشل شوې.
د تاجکستان د کرکټ فدراسيون مرستيال عصمت پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى د افغانستان کرکټ بورډ او ټولو افغانانوڅخه منندوى دي، چې ددوى يې ډېره ښه مېلمستيا وکړه.
هغه زياته کړه ، چې په هېواد کې يې د کرکټ نوې لوبه نوې پيل شوې او لوبغاړو يې له افغان لوبغاړو ډېر څه زده کړي او په تجربو کې يې زياتوالى راغلى.
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې کپتان جاوېد احمدي ددې سياليو ګټلى جام يې د تاجکستان لوبډلې ته ډالۍ کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP