کابل(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٢): د افغانستان حکومت د امريکا د ملي استخباراتو هغه څېړنه ، چې د افغانستان د وضعيت په اړه يې کړې رد کړه او وايي ، چې هېڅکله به له بهر څخه افغانستان ته د طالبانو مهندسي شوي راتک ته اجازه ورنه کړي.
د ولسمشرحامدکرزي وياندايمل فيضي د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان حکومت د افغانستان د وضعيت په اړه د امريکا متحده ايالاتو د ملي استخباراتو او نورو څارګرو ادارو تحليليونه بې ځايه بولي.
د فيضي په خبره، داسې تحليلونه پخوا هم ناسم ثابت شوي دي.
په پيغام کې راغلي:(( که داسې څرګندونې تحليل وګڼو او سم يې فرض کړو، نو ورڅخه اخيستې پايله داده چې په افغانستان کې د امريکا د اډو شتون ، په افغانستان کې د ګډوډيو مخنيوى نه شي کولى، ځکه چې له دې سره به افغانستان ګډوډيو ته ور ټېل وهل شي.))
د ولسمشرۍ وياند زياته کړه: خو که چېرته دا هم د هغې طرحې يوه برخه وي ، چې د افغانستان يوه برخه دې طالبانو ته وسپارل شي، نو افغانستان به هېڅ وخت اجازه ورنه کړي او داسې توطيې به هېڅکله هم بريالۍ نه شي.
د امريکا د ملي استخباراتو په يوه تازه پلټنه کې وړاندوينه شوې، چې په افغانستان کې د وروستيو درېيو کلونو لاسته راوړنې تر ٢٠١٧ زېږديز کال پورې له منځه ځي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې ددې سازمان له قوله ليکلي ، چې که په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور کم شي، نو وسله وال طالبان به ورسره ځواکمن شي.
په ورته وخت کې د برېتانيا لوى درستيز په دې وروستيو کې ويلي ، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره ددې امکان شته، چې طالبان ځينې سيمې بېرته تر واک لاندې راولي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي هم د يکشنبې په ورځ د بهرنيو هېوادونو او ځينو بهرنيو سازمانونو هغه څرګندونې بې بنسټه او بې معلوماتو وبللې، چې د افغانستان د وضعيت په اړه يې کړې دي.
په ورته وخت کې بيا د پوځي چارو يو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت د افغانستان د وضعيت په اړه د امريکا د استخباراتي سازمانونو او نورو بهرنيو بنسټونو تحليلونه ناوړه تبليغات بولي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا تحليلونه په افغانستان کې د پوځي حضور د ساتنې لپاره تر سره کېږي.
سرچينې زياته کړه:” امريکا په هره بيه چې وي په افغانستان کې پاتې کېږي، که چېرته امنيتي سند لاسليک شي ، يا نه ، په افغانستان کې به امريکايي پوځي حضور صفر نه شي.”